CRI Online

نړيوال نندارتون نيويارکيانو ته ځانګړي احساسات او ښکلې خاطرې په زړونو پريښې دي

cri     (GMT+08:00) 2010-05-19 19:28:03

ګرانو اورېدونکو، د امريکا نيويارک ښار په جلا جلا توګه ١٩٣٩ او ١٩٦٤ کالونو کې د نړيوال نندارتونونو کوربه وو. د ډېرو نيويارکيانو لپاره نړيوال نندارتون نه يوازې دغه ښار ته ډېر بدلونونه ، بلکې دوی ته يې نه هېرېدونکی ډېر احساسات په زړونه پريښې دي.

د ١٩٦٤ کال د نيويارک په نړيوال نندارتون کې دوه سوه ودانۍ نندارتون لپاره پرانيستل او دغه نندارتون د ډېرو پانګو په کارولو سره نړيوالو ته ډېر پرمختللی ساينس او تخنيکونه نړيوالو نندارچيانو ته وړاندې کړل. خو په دغه نندارتون کې ډېرې زياتې پيسې لګول شوې او د نندارتون جوړونکيو وغوښتل چې له نندارتون څخه ګټې تر لاسه کړي. که څه هم کوربه خوا د نندارتون په دوو کلونو کې د څه دپاسه پنځوس مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ګټې تر لاسه کړې وې، خو دغه شمېر لا هم د لګول شويو پيسو په پرتله لږ و. په دې هکله تيري مارلو چې د ويډيوګانو د جوړولو شرکت يوه پانګوونکې ده، وويل، يوازې د اقتصادي ګټو په برخه کې د نړيوال نندارتون ارزونه مناسبه نه ده. د دې په اند، د ١٩٦٤ کال نړيوال نندارتون نيويارک ته نوې نظريې،کولتورونه او قوت رسولی دی. دا ډېره مهمه ده.

زما په اند دا سمه نه ده چې وګړي يوازې د پيسو له لحاظه د نړيوال نندارتون ارزونه وکړي. د هرې دورې په نړيوال نندارتون کې بېلا بېل کولتورونه راغونډېږي. په تېر بيا د ١٩٦٤ کال د نړيوال نندارتون له تر سره کېدو وروسته ډېرې ودانۍ د نندارتون په ځای کې يعنې د فلاشي په سيمه کې پاتې شوې چې اوس مهال په دغه سيمه کې ډېر کولتورونه سره يو ځای ليدل کېږي. بر سېره پردې د دغه نندارتون له امله په نيويارک ښار کې د دې له امله ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه د بېلا بېلو ډولو رستورانتونه په دغه ښار کې پرانيستل شول چې لا تر اوسه پخپل ځای پاتې دي.

د نړيوال کېدو د بهير او د ساينس او ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره نن ورځ وګړي په اسانه توګه د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه معلومات تر لاسه کولای شي. نو ځيني کسان پوښتنه کوي چې ايا د نړيوال نندارتون په شان د لويو غونډو تر سره کول لازم دي که نه؟ په دې هکله مارلو وويل، د نړيوال نندارتون جوړول نه يوازې د وګړيو مادي اړتياوې پوره کولای شي، بلکې وګړيو ته ځانګړي احساسات او ښکلې يادونه رسولای شي. دا تر ټولو مهمه ده.

د نړيوال نندارتون جوړول د وګړيو د مادي اړتياوو پوره کول نه، بلکې وګړيو ته د نظريو تبادلې يو فرصت برابروي. نن ورځ وګړي د سوداګريزو توکيو د معاملې نندارتون د ساعتيري ډګرونو او انټرنېټ په شمول بېلا بېلو لارو او ځايونو کې خپل مادي اړتياوې پوره کولای شي. خو هغه احساسات چې ډېر کسان راغونډېږي او ډېر کولتورونه سره يو ځای کېږي، د هېڅ شی په بدل کې نه شي ورکول کيدلای.

د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د يادونې په وخت کې مارلو وويل، دا د شانګهای لپاره يو ښه فرصت دی چې نړۍ ته خپله ښکلې او غښتلې بڼه څرګندوي. د دغه نندارتون تر سره کول به هرومرو د دغه ښار د اقتصاد د پرمختګ لپاره ګټور وي. کورتيس کېتس چې د مارلو همکاره ده، وويل، ډېر امريکايان هيله لري چې د شانګهای نړيوال نندارتون د سيل لپاره چين ته لاړ شي.

ډېر کسان غواړي چې له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړي او هغه خبر مې اورېدلی چې ډېرې ودانۍ به د نندارتون له پای ته رسېدو وروسته لا پخپل ځای وساتل شي. دا د شانګهای ښار او چين لپاره يو ښه کار دی. ځکه په امريکا کې ډېر کسان هيله لري چې چين ته سفر وکړي او دوی د چين له کولتور سره ډېره علاقه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای