CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د کوريا جمهوريت ودانی

cri     (GMT+08:00) 2010-05-19 19:32:28

د کوريا جمهوريت ودانی د شانګهای نړيوال نندارتون د پارک په A سيمه کې پرته ده. دغې ودانۍ د مې په لومړۍ نېټه د دغه نندارتون پارک له پرانيستلو راهيسې ډېر نندارچيان جلب کړي دي. د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې ګران اورېدونکي راځئ چې سره يو ځای د دغې ودانۍ جذبيت احساس کړئ.

د کوريا جمهوريت د ودانۍ لوړ پوړي منيجر وويل، د دغې ودانۍ له بڼې څخه د بېلا بېلو ډولو وګړيو سره راغونډونه څرګندېږي.

د کوريا جمهوريت د ودانۍ بهرنی شکل له کوريايي حرفونو څخه جوړ دی او د يووالي نښه لري. د بېلا بېلو ډولو وګړي سره يو ځايښت يو ښار او بېلا بېل حرفونه سره يو ځايښت د کوريا جمهوريت ودانی جوړوي.

د کوريا جمهوريت ودانۍ ته له ننوتلو مخکې د دغه هېواد دوديزې موسيقي او د نندارچيانو چک چکي اورېدل کېږي. د دغې ودانۍ پر لومړی پوړ د نندارې يو دايمی سټيج شته چې هره ورځ دوولس هېښوونکی نندارې ښودل کيږی. هغه هنري ډله چې د تېرې دورې په نړيوال نندارتون کې يې ګډون درلودلی و، د روانو نندارو مسئول ده چې د نندارو کچه او کيفيت تامين شي. بر سېره پردې به د کوريا جمهوريت هنري ستوري د دغې ودانۍ د نمانځلو په مراسمو او د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګېدو د يادونې په ورځ کې نندارې هم وکړي.

مېرمن شيم کاهي چې د کوريا جمهوريت په ودانۍ کې د نندارو هنري مسؤله ده، وويل چې هنري ډله د شانګهای نړيوال نندارتون نندارچيانو ته د تر ټولو ښو هنري احساساتو د رسولو لپاره د نندارو د غوره کولو او ترتيبولو په برخو کې ډېرې هڅې کړي دي. مېرمن شيم کاهي وايي

چين او کوريا جمهوريت دواړه د اسيا په کولتوري کړۍ کې شامل دي چې د کولتور له لحاظه ډېر ورته والی لري، خو د کولتور په ژوره کچه کې يو پر بل دومره زيات پوهاوی هم نه لري. د بېلګې په توګه، هرکله چې کوريايي هنر يادېږي، ډېر چينايان يوازې له ولسی سندره غاړو، اکټ کوونکي او کوريايي دوديزو نڅاوو سره د لچسپی لري په زړونو پريښي. نو په دغه دوره کې مو د جاز موسيقي، باليټ او فيشن نندارو په شمول د بېلا بېلو ډولو نندارې هم ترتيبې کړې دي.

خوندور خوراکونه د کوريا جمهوريت يوه بله ځانګړې نښه ده. کوريايي خوراکونه د داي جانګ ګيوم په نامه د کوريايي تلويزيوني ډرامې د خپرولو له امله په ټوله اسيا کې مروج شوي دي. د نندارې سټيج ترڅنګ رستورانت شته چې دلته نندارچيان د دغو کوريايي خوراکونو د ډولونو او د پخولو لارو ځارو په شمول يو شمېر معلومات تر لاسه کولای شي. د رستورانت مسئول کيم جونکي وويل،

نندارچيان په رستورانت کې کولای شي چې د کوريايي خوراکونو بنسټيز معلومات تر لاسه کړي، د کوريا جمهوريت د اتو ځانګړو ډولو خوراکونو موډلونه وګوري او د لوبو له لارې د چيني او کوريايي خوراکونو د يو ځای جوړلو لارې وپېژني.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای