CRI Online

د اوسيدونکو لپاره د مناسبو ښارونو د جوړولو په اړه نوې نظريې

cri     (GMT+08:00) 2010-05-19 19:36:41

٢٨ کلنه ليو فانګ فانګ چې په شانګهای ښار کې اوسېږي، اوس فکر کوي چې کور به واخلي که نه . هغه دغه ښار ته له ډېرو نويو اوسيدونکيو څخه يوه ده او د فرانسويانو له خوا په جوړ شوی يو ښوونځی کې د ښوونکې دنده لري چې عايدات يې ښه دي.

اوس دغه کار زما د استعداد د کارولولپاره ډېر مناسب دی. پنځه شپږ کاله کېږي چې له فرانسې څخه راغلی يم. دلته د کار چاپيريال ډېر مساعد دی، خوعمر به می ډېرشو کالو ته ورسيږي . اوسمهال زما يوازنی خفګان دا دی چې کور مې ندی اخيستی او واده مې نه دی کړی.

په شانګهاي کې د کور اخيستلو شرطونه ډير دي چې لومړی بايد بيه مناسبه او د کار له ځای څخه نژدې وی ، دغه راز چاپېريال هم بايد ښه وی . ليو فانګ فانګ او ميړه يې غواړي چې د ښار په جنوب د استوګنې په يوه نوې سيمه کې يو کور واخلي .

د ښار له مرکزي سيمې څخه ليري ځايونه د ژوند او کار لپاره اسانتياوې نه لری ، که څه هم اوس ميترو هغو ځايونو ته نه رسيږي ، خو په راتلونکيو دوو کلونو کې به يې جوړ شی .

د ليو فانګ فانګ ټاټوبی د چين په منځنی برخه لوو يانګ ښار دی چې په لرغوني زمانه کې پلازمينه وه او له معاصر شانګهاي سره کولتوري او ټولنيز توپيرونه لری . د استوګنې اسانتياوې لويو ښارونو ته د نويو کډوالو لپاره د مشکلاتو عموميت دی . زيات شمير چينايان د لويديځانو د نظريې په خلاف دا نظر لری چې بايد په ښار کې خپل کورونه ولری ځکه چې کور د ارام ژوند ضمانت دی.

د شانګهای نړيوال نندارتون د ښکلي ښار ښکلي ژوند تر عمده موضوع لاندی هيله لري چې د ډېرو کورونو د برابرولو تر څنګ وګړيو ته د ژوند هراړخيزې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د بېلګې په توګه، د المان د همبورګ کور په نامه نمونه د ډېرو وګړيو د پاملرنې وړ

ګرځېدلې . په دغه کور کې تودوخه ثابته ده، خو هيڅ انرژۍ يا ايرکنديشنر نه کارول کېږي. د همبورګ کور کارکوونکي کريستين ديتجين وويل:

له دغه کور څخه څرګندېږي چې د ژوند هغې لارې چارې چې لږ انرژۍ کارول او ککړتيا نه رامنځته نه کېږي، دمعاصر ژوند پر خلاف نه دي. نن ورځ په المان کې دغه شان کورونه دومره زيات نه دي، خو شمېر به يې په راتلونکی کې زيات شي. د دغو کورونو د جوړولو لګښت ګران دی، خو د شلو يا پنځه ويشتو کلونو په موده کې به سپمولي بريښنايي لګښت د کور جوړولو له لګښت څخه اوښتی وي. نو د اوږدې مودې له لحاظه په دغه شان کورونو کې پانګونه د ارزښت وړ ده .

دغه ډول کور د ډېرو چيني ساختماني کارکوونکو پاملرنې هم جلب کړې دي. لي مونګ چې د تيان جين ښار د ساختماني موادو د برابرولو شرکت يو کارکوونکی دی، وويل چې دغه ډول کور د چين د کورونو بازار ته نوې نظريې راوړلای شي.

موږ غواړو چې له دغه نندارتون څخه يو شمېر نوې تجربې زده کړه وکړو چې زموږ د تصديو د راتلونکي پرمختګ لپاره ګټور وي. د همبورګ کور ابتدايي بڼه لری چې د دواملرونکی او دايمی پرمختګ له لحاظه ډېر وړ دی او د تعميمولو ارزښت هم لری. د کور ديوال نه دی تزيين شوی او د کارونې عمر يې اوږد دی. دا د چين د راتلونکی ساختماني بازار لپاره ښې تجربې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای