CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون په اړه يو شمېر په زړه پورې منظرې

cri     (GMT+08:00) 2010-05-26 12:48:36


د نړيوال نندارتون پاسپورټ

د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون د مې په لومړۍ نېټه له پرانيستلو راهيسی څه دپاسه پنځه مليونه تنه سيلانيان منلي دي. د دغه نندارتون په پارک کې ورځ په ورځ يو شمېر په زړه پورې کارونه رامنځته شوي دي.

د دغه نندارتون په پارک کې له سلو نه زيات نندارتونونه ډېر سيلانيان جلبوي. مثلا د چين، جاپان، سعودي عربستان، بريټانيا او المان نندارتونونه دي چې ځينی يې په خپلو ښکليو بهرنيو بڼو او ځينی نور يې په ايښول شويو ځانګړيو شيانو سره د ګڼ شمېر سيلانيانو سترګې جلبوي. د سعودیعربستان نندارتون ياد شوي دواړه ځانګړتياوې لري چې هم دغه دواړه ځانګړتياوې د ډيرو نندارچيانو زړونه کاږي ، نو دوي ددغه نندارتون د ليدو لپاره دري څلور ساعته ليک ولاړ دي. ښاغلي چيو چې د چين له شمال ښار هاربين څخه راغلی، وويل:

رښتيا ده چې د سعودیعربستان نندارتون ما ته يوه لويه حيرانتيا رسوي او احساسوم چې ګواکي بلې نړۍ ته ننوتلی يم ، شاوخوا نندارچيانو افرين ويلی.

د سعودیعربستان په نندارتون کې د نړۍ تر ټولو لويه ديجټلي پرده درول شوې ده او د دغه نندارتون د مشر په قول دغه پرده د IMAX د تخنيکونو په پرتله لا پرمختللی ده. دغه پرده د نندارتون په لاندنی برخه درول شوېده چې د ليدو اغېزې ډېرې عجيبې دي. د کارکوونکيو په لارښوونه نندارچيان لکه په صحرا کې سفر کوي او لکه په سمندر کې غوټه وهي څو چې په خيالي نړۍ کې د سعودیعربستان جذبيت احساس کړي. د تازه شمېرنې له مخې، ديارلس او پنځلس سلنې نندارچيانو د سعودیعربستان له نندارتون څخه ليدنه کړې ده.

د چين نندارتون د کوربه نندارتون په توګه هره ورځ لس زره وګړي جلبوي. چيني نندارچيانو ته په دغه نندارتون کې له يو شمېر ايښودل شويو توکيو او فلمونو څخه د دوی ژوند او د چين بدلونونه ښودل کېږي او د بهرنيانولپاره دغه نندارتون د چين يو نوم کارډ دی. ٢٣ کلن امريکايي ځوان داويد ويلکينسون وويل:

هر کس چې د شانګهای نړيوال نندارتون ته ځي، بايد د چين نندارتون وګوري، ځکه تاسو په دغه نندارتون کې ليدلی شئ چې چين اوس څه کار کوي او په راتلونکې کې به څه کار وکړي. بر سېره پردې له دغه نندارتون څخه د چين ډېرې کولتوري نښې او معلومات هم ترلاسه کولی شئ.

د هرې ورځې د سهار په نهو بجو کله د نندارتون پارک دروازه خلاصېږي، ډيری نندارچيان د دغه نندارتون د ځانګړي دوکان د دروازې پر وړاندې په ليک ولاړ دي چې د نندارتون پاسپورټ واخلي او بيا انتظار کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو د نندارتونونو ټاپې پر خپل پاسپورټ ووهل شي مانا يې دا ده چې هغه د شانګهاي نړيوال نندارتون ته سفر کړی دی.

د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې هره ورځ ډېرې کولتوري او هنري نندارې هم سيلانيانو ته وړاندی کېږي. يو شمېر نندارې د بېلا بېلو هېوادونو د نندارتون پر وړاندې، ځينې يې په ډګرونو او ځينی نور يې د پارک په بېلا بېلو ځايونو کې تر سره کېږي. لنډه دا چې د نړۍ د پنځو لويو وچو کولتورونه په دغه پارک کې راغونډېږي. د شانګهای نړيوال نندارتون د نندارو عمومی سمبالونکي لي جي چېنګ وويل، هره ورځ د نندارتون په پارک کې پنځه نندارې سيلانيانو ته وړاندی کېږي چې وګړي له دغو نندارو څخه د پنځو لويو وچو بېلا بېل دودونه او کولتورونه له نژدې احساسولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای