CRI Online

د جاپان د ايچي ولسوالي په مثبته توګه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:19:59

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په ٢٠٠٥ کال کې د جاپان د ايچي ولسوالۍ د نړيوال نندارتون کوربتوب کړی. دغه راز د ايچي ولسوالي د شانګهای له نړيوال نندارتون سره ځانګړي او ژور احساسات لري او له دې امله چې دغه ولسوالي د چين په منځنۍ برخه کې پرته ده، اقتصادي سويه يې پرمختللې ده او له چين سره نژدې اړيکې لري، نو په دغه ولسوالۍ کې اوسېدونکي چينايان ډېر دي، نو ځکه د ايچي ولسوالۍ وګړي د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون په اړه ډېر شوق او ذوق لري. په چين کې د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په همدې اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

کله چې د شانګهای نړيوال نندارتون تر پرانيستلو پورې لا هم اته مياشتې پاتې وې، د سي ار ای خبريال د جاپان د ايچي ولسوالۍ له مشر ماساکي کاندا سره يوه ځانګړې مرکه کړې. هغه وخت هغه ويلي چې زه به هرومرو په راتلونکي کال کې د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کتنه وکړي. البته دا ده چې زه به د شخصي حيثيت په توګه د خپلو زامنو، لورګانو او لمسيانو په شمول له ټولې کورنۍ سره يو ځای شانګهای ته ولاړ شي. په ايچي ولسوالۍ کې چې په ٢٠٠٥ کال کې يې نړيوال نندارتون کوربه کړی، د ښاغلي ماساکي په شان هغه کسان ډېر ليدل کېږي چې له نړيوال نندارتون سره ځانګړي او ژور احساسات لري. ښاغلی تاداشي انويي د دوی په منځ کې يو دی. هغه د ايچي ولسوالۍ يو ځايي چارواکی دی چې عمده دنده يې د دغې ولسوالۍ د صنعتي چارو پرمختګ، سوداګري او سيلاني چارې دي. برسېره پر دې، برسېره پر دې هغه د چين د نړيوالې راډيو يو وفادار اورېدونکی هم دی چې د تېرې پېړۍ له اوومې لسيزې څخه تر اوسه پورې تل د سي ار ای د جاپاني ژبې راډيويي پروګرامونه اوري. ښاغلي تاداشي انويي وويل چې د شانګهای نړيوال نندارتون پيمانه د حيرانتيا وړ ده.

( لومړی اواز)

د ايچي ولسوالۍ په نړيوال نندارتون کې ١٢١ هېوادونو او ٤ نړيوالو سازمانونو ګډون کړی، خو د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو شمېر ٢٤٢ ته رسېدلی دی چې دا د حيرانتيا وړ ده. ويل کېږي چې په نړۍ کې نژدې ټول هېوادونو په کې ګډون کړی دی. دا د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په تاريخ کې يوه ستره پېښه ګڼل کېږي.

د تېر کال په پای کې د شانګهای د سيلانۍ چارو ادارې په ځانګړي توګه د ايچي ولسوالي غوره کړه او هلته يې د شانګهای د سيلانۍ چارو په اړه يوه غونډه جوړه کړه. هغه وخت داسې حالت رامنځته شوی چې څه دپاسه ١٨٠٠ کسانو په ياده شوې غونډه کې د ګډون په موخه د ٨٠٠ ټکټونو د تر لاسه کولو سيالي کوله. ښاغلي تاداشي انويي څرګنده کړه چې د ايچي ولسوالي به تر خپلې وسې پورې په مثبته توګه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي او چين او ټولې نړۍ ته د ايچي ولسوالي وروپېژني. هغه وويل

( دوهم اواز)

د ايچي ولسوالي به د راتلونکي جولای له ٣١مې نېټې نه د راتلونکي اګست تر ٥ مې نېټې پورې د شانګهای نړيوال نندارتون پارک په جاپاني نندارتون کې ځانګړي فعاليتونه تر سره کړي او په نړيوال نندارتون کې د ګډون په اړه د ايچي اوسېدونکو شوق او ذوق څرګند کړي. هيله ده چې تاسو هر يو په دغو فعاليتونو کې برخه واخلي او د ايچي ولسوالۍ په اړه زيات معلومات ولري.

ښاغلي تاداشي انويي ٢٠٠٥ کال په ايچي ولسوالۍ کې د نړيوال نندارتون په چمتوالي کې مستقيم ګډون کړی، نو له ټول بهير سره يې ډېر بلد دی. هغه وويل چې د نړيوال نندارتون د تر سره کېدو په ترڅ کې تر ټولو مهم کار د امنيت ساتل دي.

هغه زياته کړه چې چين د شانګهای نړيوال نندارتون د تر سره کولو لپاره بشپړې تياريانې نيولې، نو باورمن دی چې دغه نړيوال نندارتون ډېر ستر برياليتوب تر لاسه کړي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای