CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون د انرژۍ سپما او د چاپېريال ساتلو زيات پرمختللي تخنيکونه کاروي.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:23:01

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په ٢٠١٠ کال کې به د شانګهای نړيوال نندارتون د مې په لومړۍ نېټه پرانيستل شي. د دغې دورې د نړيوال نندارتون په ترڅ کې به د بارانونو د بيا کارونې، د لمري انرژۍ او باد په استفادې سره د بريښنا توليدولو او د اير کنديشنر د خوځنده ځواک ه توګه د سيند اوبو د استفادې په شمول د انرژۍ سپما او د چاپېريال ساتلو زيات پرمختللي تخنيکونه وکاروي. د سي ار ای خبريال څو ورځې مخکې د شانګهای نړيوال نندارتون پارک ته ننوتلی او کشف يې کړی چې د هر نندارتون طرحه کوونکي غواړي د پرمختللو تخنيکونو په کارولو سره يو پاک او پرمختللی نندارتون نندارچيانو ته وړاندې کړي. په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې را ما سره پاتې شئ.

د نړيوال نندارتون په پارک کې د بېلا بېلو نندارتونونو له خوا د انرژۍ سپما او د چاپېريال ساتلو په موخه تخنيکونه رنګا رنګ ليدل کېږي. يو شمېر نندارتونونه ډېرې دوديزې ساختماني لارې چارې کاروي، خو د مالونو د کيفيت او د ځای د کارولو په برخو کې له ډېرو غوره تخنيکونو څخه ګټې اخلي.

د هند نندارتون يوه ښه بېلګه ده. دغه نندارتون چې د بانکس له خوا جوړېږي، ډير لوړ بام لري او پکې زياتې شنې بوټې کري. دغه راز حتی په دوبي کې به نندارچيان په دغه نندارتون کې دومره تود احساس نه کړي. د هند نندارتون مسؤل ښاغلي راجېش وويل

( لومړی اواز)

زموږ نندارتون د بانکوس له خوا جوړ شوی دی چې ټول يې د چين له جيانګ شي ولايت څخه اخيستل شوی. دا په نړۍ کې د بانکوس له خوا جوړ شوی تر ټولو لوی بام دی. په دغه بام باندې د باد په کارولو سره د انرژۍ توليدولو يو کوچنی ماشين او د لمري انرژۍ د راټولولو يوه تخته سامبال شوې ده چې د ټول نندارتون لپاره پاکې انرژۍ برابرولای شي. د دې تر څنګ په دغه بام باندې به د شينو بوټو له خوا پوښ شي او د دغو بوټو اړتيا وړ ټولې اوبه له بارانونو څخه دي.

جاپانيان د خپل نندارتون په طرحه کولو کې هم ډېرې هڅې کوي. د جاپان نندارتون له بهر نه تر دننه زيات پرمختللي تخنيکونه کارولي چې نه يوازې ښکلی او پرمختللی، بلکې هم د چاپېريال د ساتلو لپاره ګټور دي. د دغه نندارتون رنګ ارغوانی دی او شکل يې د وريښمو چينجي د غوازن په شان ښکاري. د جاپان نندارتون مشر ښاغلي نورييوشي ايهارا وويل

( دوهم اواز)

زموږ په نندارتون کې د چاپېريال ساتلو زيات تخنيکونه کارول شوي دي. موږ لمر، باد او بارانونه ټول کارولای شو، دغه راز موږ به د کاربن ډېر لږ دوه اکسايد هوا ته وباسو او چاپېريال به وساتو.

د شانګهای د ښاروال مرستيال ښاغلي يانګ شيونګ وويل چې د شانګهای نندارتون په پارک کې د نندارتونونو ډولونه ډېر دي، د بېلګې په توګه د بېلا بېلو هېوادونو نندارتونونه، د تصديو نندارتونونه او د غوره ښارونو ځانګړې سيمې. تر اوسه پورې څه دپاسه ٢٠٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ژمنه کړې چې په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي او زياتره يې د انرژۍ سپما تخنيکونه کارولي دي.

( درېيم اواز)

داسې ودانۍ زموږ له هغې مفکورې سره سمونه خوري چې ښار بايد د ژوند د لا ښکلا لپاره اباد شي. د انرژۍ سپما او د کاربن دوو اکسايدو د کمې استنې په برخو کې موږ زيات کارونه کړي دي. په چيني نندارتون، د نړيوال نندارتون په کلتوري مرکز او د نړيوال نندارتون په مرکز کې چې د کوربه هېواد له خوا جوړ شوي وو، موږ د لمري انرژۍ په کارولو سره د ٤ زره او ٥ سوه مليارډو واټو په عمومي اندازه د بريښنا توليدولو ماشينونه جوړ کړل. د نړيوال نندارتون په پارک کې څه دپاسه ١ مليون مربع مترو ځمکې د شينو بوټو له خوا پوښ شوې چې د ټول پارک يو په درېيمه برخه يې نيولې ده.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای