CRI Online

د ايتاليا د عامې ادارې او اصلاحاتو له وزير سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:30:01

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د شانګهای نړيوال نندارتون په رارسېدو سره نړيواله ټولنه دغه نړيوال نندارتون او چين ته ورځ په ورځ زياته پاملرنه کوي. د ايتاليا د عامې ادارې او اصلاحاتو وزير برونېتا څو ورځې مخکې د سي ار ای له خبريال سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د شانګهای نړيوال نندارتون په جوړېدو سره به د چين حتی ټولې نړۍ پر اقتصادي پرمختګ ژوره اغېزه وکړي. په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په همدې اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

ښاغلي برونېتا د مرکې په پيل کې لومړی څرګنده کړه: ولی چين د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د شانګهای نړيوال نندارتون د کوربتوب حق تر لاسه کړی، دا په وروستيو څو کلونو کې د چيني اقتصاد د پر له پسې پرمختګ يوه پايله ده. د ده په اند، د شانګهای نړيوال نندارتون جوړېدل ډېر زيات اهميت لري.

( لومړی اواز)

د شانګهای نړيوال نندارتون له جوړېدو څخه د چين د عصري کېدو بهير په اړه د نړيوالې ټولنې مثبته نظريه څرګندېږي، ځکه چې له وروستيو څو کلونو راهيسې چين هر کال د کورني توليدي ارزښت نژدې ١٠٪ زياتوي. له عمومي لحاظه نړۍ د چين پرمختيايي بهير په دريو مرحلو ويني: په لومړۍ مرحله کې چين د ژور خوب په حال کې و. په دوهمه مرحله کې چين د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو معلوماتو په لټولو پيل کړی. په درېيمه مرحله کې چين د نړيوال اقتصاد يوه ډېره مهمه پرمختيايي برخه ګرځېدلې ده. اوس د نړۍ بېلا بېل هېوادونه فکر کوي چې څنګه د چين د کلتور، تخنيکي نوښت او ټولنيز پرمختګ په برخو کې د زياتو فرصتونو په کارولو سره خپل ځان ته پرمختګ ورکړي. د بېجينګ اولمپيک لوبې او د شانګهای نړيوال نندارتون دوه ډېرې مهمې پېښې دي چې ترې پر چين د نړۍ نوې نظريه څرګندېږي.

د ښاغلي برونيتا په اند، شکه نه شته چې نړيوال نندارتون به شانګهای ښار ته زيات شمېر بنسټيز تاسيسات پاتې کړي، خو د دې تر څنګ به د چين پر اقتصادي پرمختګ لا ژوره اغېزه هم وکړي. هغه په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

د شانګهای نړيوال نندارتون به په راتلونکي اکتوبر کې پای ته ورسېږي چې تر هغه وخت پورې به شانګهای د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو سره د اړيکو يوه لويه شبکه ولري. ځکه چې د نړيوال نندارتون په ترڅ کې به لس ګونه مليونه تنه سيلانيان شانګهای ته ولاړ شي. تر هر څه لومړی، د تصديو زيات خاوندان او سوداګران به هلته ته ولاړ شي. د نړيوال نندارتون له پای ته رسېدو وروسته به د مسلکي شخصيتونو ترمنځ، د وګړيو ترمنځ، د بېلا بېلو کلتورونو ترمنځ او د تصديو ترمنځ اړيکې لا نور هم دوام ولري. که د نړيوال نندارتون په ترڅ کې به يو لک چيني تصدۍ له يو لک بهرنيو تصديو سره اړيکې ونيسي، نو دغه ډول اړيکې به د نړيوال نندارتون په پای ته رسېدو سره پرې نه شي، بلکې دوام ولري. دا د شانګهای او چين لپاره ډېر مهم دی.

د يو حکومتي چارواکي، په تېره بيا د يو اقتصاد پوه په توګه ښاغلی برونيتا دغه نظر لري چې د شانګهای نړيوال نندارتون د اوسني نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره هم ډېر اهميت لري. ده وويل

( درېيم اواز)

د شانګهای نړيوال نندارتون ټولې نړۍ ته لمري رڼا راوړلی دی چې اوس لا هم د نړيوال اقتصادي بحران په سيوري کې پاتې ده. سره له دې موږ نشو ويلای چې د شانګهای نړيوال نندارتون په جوړېدو سره به نړيوال اقتصاد د څومره سلنې چټکتيا ومومي، خو ډېر زيات اهميت به ولري. لکه څنګه چې يوې بيړۍ په طوفاني سمندر کې د ډيوې يو څلی موندلی دی.

د دې تر څنګ د ښاغلي برونيتا په اند، د شانګهای نړيوال نندارتون به د ايتاليا له خوا نړۍ ته د خپلو پرمختللو تخنيکونو د ښودلو يو ډېر ښه فرصت وي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای