CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د چين په اړه د يو بهرني خدايي خدمتګر هيله.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:36:26

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د امريکايي او افريقايي هېوادونو ټول نندارتونونه د شانګهای نړيوال نندارتون پارک د هو تان بس تم ځای په شاوخوا کې پراته دي. کله چې سيلانيان له عمومي بسونو نه کښته کېږي، دوی به د دغه تم ځای ته نژدې د خدايي خدمتګرانو کاري مرکز ته ولاړ شي او هلته به د خپلې علاقې وړ د ځينو نندارتونونو په اړه له خدايي خدمتګرانو څخه پوښتنه وکړي. د هو تان بس تم ځای ته نژدې د خدايي خدمتګرانو په ياد شوي کاري مرکز کې د بنګله ديش يو ځوان ليدل کېږي چې پوستکی يې نسواري رنګ لري او نوم يې زاکير حسين خان دی. په چين کې د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته د ده په اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو زموږ پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ.

زاکير حسين خان ډېر يو مهربان ځوان دی. هغه تل په تودو احساساتو سره په چيني ژبې سيلانيانو ته وايي چې السلام عليکم! څه مرسته غواړي که نه؟

( لومړی اواز)

له بنګله ديش څخه راغلی ٢٥ کلنه زاکير حسين خان د شانګهای د نړيوال نندارتون يو خدايي خدمتګر دی. هغه اته مياشتې مخکې تازه چين ته راغلی دی، خو اوس له نورو سره په چيني ژبه ډېرې روانې خبرې کولای شي. د زاکير حسين خان په وينا د ده په ماشومتوب کې کله کله د بروس لي او جکي چين فلمونه وکتل، نو ځکه له چيني کلتور سره ډېر بلد شوی دی. هغه اوس په شانګهای ښار کې د تونګ جي پوهنتون د تصديو ادارې په څانګه کې يو محصيل دی. زاکير سيلانيانو ته د خدمت برابرولو په ترڅ کې ځيني په زړه پورې کيسې را سره شريک کړې.

( دوهم اواز)

زيات شمېر چيني سيلانيان زموږ کاري مرکز ته راځي او نندارتونونو ته د تګ لور او لارې په اړه را سره پوښتنه کوي. خو کله چې دوی زما مخ ګوري، نو سمدلاسه به له ما څخه د بښنې غوښتنه وکړي. ځکه چی زه يو بهرنی يم. په داسې حال کې زه به دغه خبرې ووايم چې پروا نه شته، زه به در سره مرسته وکړم. که څه هم زه کله کله له ځينو ستونزو سره مخامخ يم، خو ټول کسان ډېر مهربان دي او را سره ښه رويه لري.

زاکير له خپلې دندې سره ډېر بلد دی او له چيني خدايي خدمتګرانو سره يو شان سيلانيانو ته غوره خدمتونه برابرولای شي. هغه د سي ار ای خبريال ته وويل چې د نړيوال نندارتون له پرانيستلو مخکې ده له نورو همکارانو سره يو ځای د خدايي خدمتګرانو په اړه يو لړ روزنې منلي دي او د خپلې کاري سيمې په اړه پوره معلومات له ځان سره لري. سره سره له دې، زاکير لا هم په محتاطه توګه څرګنده کړه چې د چيني ژبې په اړه خپله سويه لا تر اوسه دومره لوړه نه ده او د نړيوال نندارتون په ترڅ کې هغه غواړي له زياتو چينايانو سره د خبرو اترو له لارې خپله سويه لوړه کړي.

( درېيم اواز)

زه له چينايانو او چيني کلتور سره ډېر خوښوم. زه فکر کوم چې نړيوال نندارتون زما او چينايانو سره د اړيکو د لا نژدېوالي لپاره يو ډېر ښه فرصت دی. زه هره ورځ دلته کار کوم او له زياتو چينايانو سره مخامخ يم، ډېر خوښوم چې له دوی سره خبرې وکړم او له دوی سره ملګري وشم. زما په اند دا يو ډېر ښه فرصت دی او له خپلې دندې سره مې ډېره مينه لرم.

د زاکير همکار ښاغلي چين بانګ وی د ده د کار په اړه داسې ارزونه وکړه.

( څلورم اواز)

موږ دلته له کار وروسته تازه يو له بل سره وپېژندل. هغه يو بهرنی دی، نو له ځينو محتويانو سره بلد نه دی او په چيني ژبه دومره لوړه سويه هم نه لري. دغه راز زه د ده د همکار په حيث بايد ور سره زياتې مرستې وکړم. اوس موږ يو له بل سره ډېر پوهاوی لرو او ښه دوستان شوي دي. هغه په کار کې ډېره جدي رويه لري.

د مرکې په پای کې زاکير له خپلو همکارانو سره يو ځای ځيني چيني سندرې وويلې. د ده په قول هغه زياتې چيني سندر ويلای شي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای