CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې د لومړۍ ډلې داوطلبانو خپلې دندې بشپړې کړې.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:39:58

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې د لومړۍ ډلې داوطلبانو چې شمېر يې له ٦٠٠٠ نه واوښت، د دوو اوونيو په تېرېدو سره خپلې دندې بشپړې کړې دي. د نړيوال نندارتون له پارک څخه د خوځېدو په ورځ داوطلبانو له يوې خوا خپل کارونه نورو همکارنو ته تسليم کول، له بلې خوا و نه غوښتل چې له دې ځايه حرکت وکړي. د زياتو داوطلبانو له سترګو څخه خپلې تودې اوښکې وبهېدلې. په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته د دغو داوطلبانو په اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې را سره پاتې شئ!

( لومړی اواز)

همدا اوس مو د جي لي په نامه د يوې نجلۍ او سيلانيانو ترمنځ خبرې اترې واورېدې. دغه نجلۍ د شانګهای نړيوال نندارتون پارک ته د تونګ جي پوهنتون له خوا د لومړۍ ډلې له لېږل شويو داوطلبانو څخه يوه ده. جي لي او د دې همکاران په عمده توګه د پارک په C سيمه کې د داوطلبانو دنده پر غاړه لري. دا په دغه سيمه کې د داوطلبانو ډلې مشره ده. د مې له لومړۍ نېټې نه تر ١٦ مې نېټې پورې جي لي بې شمېره سيلانيانو ته خدمتونه برابر کړي دي. هغه له دغه پارک سره ډېره بلده ده، خو په حقيقت کې هېڅ کله له خپلې کاري سيمې پرته نورو سيمو ته نه ده تللې. د مې ١٦مه نېټه د لومړۍ ډلې داوطلبانو وروستۍ کاري ورځ وه. جي لي او د دې همکاران د ټاکلي وخت له نيمې ورځې مخکې پارک ته ورسېدل او نورو کارکوونکو ته يې خپل کارونه تسليم کړل. تر دې وروسته هغې د لومړي ځل لپاره د يو عمومي بس په وسيله په پارک کې وګرځېدله او له نژدې يې وکتل چې د بېلا بېلو هېوادونو نندارتونونه څنګه ښکاري.

دا وروستۍ ورځ وه چې جي لي په دغه پارک کې کار وکړ، نو په زړه کې يې ډېره خپه وه. هغې هېڅ نه دي خوړلي او ټوله ورځ يې سيلانيانو ته د ځوابونو په ورکولو بوخته وه.

( دوهم اواز)

زه نه غواړم له خپلې دندې څخه وباسم. زه فکر کوم چې هره ورځ مې دلته ډېر خوښ يم. که څه هم لږ څه ستړی احساسوم، خو نه غواړم وباسم. نن زه به هېڅ و نه خورم.

په عادي ورځ کې جي لي به له همکارانو سره د اروپايي نندارتونونو پر مخ خدمتونه وکړي. دلته سيلانيان تر ټولو ډېر دي او د پاملرنې وړ نندارتونونه ډېر دلته پراته دي. په تېره نيمه مياشت کې جي لي د هرې ورځې له غرمې وروسته له دريو بجو نه د شپې تر يوولسو بجو پورې کار کاوه. حتی جي لي په دې نه پوهېږي چې هره ورځ څومره سيلانيان له خپلې کاري سيمې نه تېر شوي دي. خو د دې په وينا، کله چې د سيلانيانو خندا يادونه کوي، نو ډېر ښه احساس به د دې په زړه کې رامنځته شي.

( درېيم اواز)

ما ډېر ګټلي دي. موږ کله کله دغه ډول له سيلانيانو سره مخامخ کوو چې غواړي را سره عسکونه وکړي. په داسې حال کې مو ډېر خوښ احساسوو.

د سي ار ای خبريال د مرکې په ترڅ کې احساس وکړ چې د جي لي په ټوله ډله کې د بېلا بېلو داوطلبانو ترمنځ اړيکې ډېرې همغږې دي. زلميان به د نجونو ځيني دندې شريکې کړي او ور سره مرستې وکړي. د دوی په ډله کې يو بهرنی داوطلب هم شته. هر يو دغه بهرنی داوطلب ته ډېره پاملرنه کوي او کله کله د ده پر مخ ستونزې لېرې کوي. نو له دې امله د جي لي په مشرۍ د داوطلبانو ډله د يوې غوره ډلې او جي لي هم څو ځلې د غوره داوطلب په توګه ټاکل شوی دی.

( څلورم اواز)

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د نړيوال نندارتون په اړه يوه سندره واورېدله چې نوم يې our expo دی. د جي لي په وينا دوی به تر خپلې وسې پورې د دندې د تسليمولو کار بشپړ کړي او خپلې تجربې به له نورو همکارنو سره شريک کړي.

محترمو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای