CRI Online

د بېلا بېلو دورو نړيوال نندارتون له خوا پاتې شوي رنګا رنګ ميراثونه

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:50:35

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بېلا بېلو دورو په نړيوال نندارتون کې د انسانانو زيات مهم نوښتونه او علمي لاسته راوړنې ښودل شوې دي، د بېلګې په توګه د بخار انجين، د بخار په کارولو سره د چټک سرعت بيړۍ، د وزن پورته کولو ماشين، کمپيوتر او داسې نور. پر دغو پرمختللو تخنيکونو برسېره نړيوال نندارتون په ټوله نړۍ کې د بېلا بېلو کلتورونو ترمنځ تګ راتګ، تبادله او همکاري هم پرمخ بيولی او زيات روحاني ميراثونه يې پاتې کړي دي. په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په همدې اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې را سره پاتې شئ!

د هرې ورځې په سهار د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې ښايي تاسو له يوې جاپانې مېرمنې سره مخامخ وي. دغه ٦١ کلنه جاپاني مېرمن له نړيوال نندارتون سره ډېره مينه لري چې نوم يې توميو يامادا دی. د جاپان په ايچي ولسوالي کې هغې هره ورځ د نړيوال نندارتون پارک ته ننوتله او د ننوتلو عمومي شمېر يې ٢٤٣ ته رسېدلی دی. د شانګهای نړيوال نندارتون له پيل مخکې، هغې ١٨٤ ټکټونه واخيستل او و يې غوښتل چې هره ورځ د شانګهای نړيوال نندارتون پارک ته ننوځي. . نو ولې دغه مېرمن له نړيوال نندارتون سره دومره زياته علاقه او مينه لري. هغې په دې اړه وويل چې نړيوال نندارتون نه يوازې دې ته بلکې هم ټول جاپان ته هيلې رسولې دي.

( لومړی اواز)

کله چې زه زېږېدلی، زما په وطن جاپان کې د نن په شان دومره پرمختللي تخنيکونه موجود نه وو. په هغه وخت کې وګړي هم په دې پوه نه شول چې راتلونکی جاپان به څنګه وي. خو په داسې حال کې جاپان د يوې دورې نړيوال نندارتون کوربتوب وکړ او له دې امله جاپانيانو ته خوبونه او هيلې رسېدلي دي. له هغه نړيوال نندارتون وروسته جاپانيانو په کوښښي کار پيل کړی او د اقتصادي پرمختګ هڅه يې وکړه.

په حقيقت کې په ١٩٧٠ کال کې د اوساکا نړيوال نندارتون جاپان ته ستر بدلونونه رسولي دي. د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې د جاپاني نندارتون د مشر ښاغلي ايهارا نوريوشي په اند، د جاپان په اوساکا کې نړيوال نندارتون په هراړخيزه ساحه کې جاپان ته زيات بدلونونه رسولي دي.

( دوهم اواز)

په نړيوال نندارتون کې هميشه د زمانې سره سم ځيني شيان رامنځته کېږي، د بېلګې په توګه د اوساکا نړيوال نندارتون په موده کې بيړۍ خواړه او د پلې لار رامنځته شوی دی. البته دا ده چې داسې شيان په اوسنۍ زمانه کې ډېر مروج شوي دي، خو له هغه وخت مخکې نه ليدل کېدل.

مېرمن توميو د زياتو دورو له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کړې ده. د دې په اند، نړيوال نندارتون نه يوازې د انسانانو ورځني ژوند بدلولای شي، بلکې هم انسانان ترې زياتې پوهې زده کولای شي.

( درېيم اواز)

نړيوال نندارتون ولسي وګړيو ته د زده کړې يو فرصت برابروي او ترې هغې زياتې پوهې زده کولای شي چې له کتابونو څخه نشی اخيستلای. په ښوونځي کې زده کړه اجباري ده، خو له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کتنه بيخي پخپله خوښه ده.

د شانګهای نړيوال نندارتون پارک عمومي طراح ښاغلی وو جه چيانګ د مېرمن توميو له دغې نظريې سره موافقه کوي. هغه له ١٩٨٤ کال څخه نړيوال نندارتون ته پاملرنه اړولې او د بېلا بېلو دورو نړيوال نندارتون په اړه يې زياتې څېړنې کړې دي. د ده په نظر، دا د ماشومانو لپاره ډېر اهميت لري چې له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کړې او که نه. ماشومان د نړۍ راتلونکې ده او د نړيوال نندارتون ميراثونه به د دوی په ګټه کې وي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای