CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې دراتلونکو خوراکونو په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2010-06-02 20:57:48

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ښارونو د راتلونکي پرمختګ په اړه ډېر نوښتونه، د پرمختللی ساينس او تکنالوژۍ لاسته راوړنې ليدل کېږي. خوراکونه چې زموږ له ژوند سره ډېرې نژدې اړيکې لري، په راتلونکي کې څه ډوله نوي شی ؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د راتلونکو خوراکونو په اړه څه معلومات وړاندې کړو.

موږ هره ورځ سابه خورو. خو نن ورځ په لويو او عصري ښارونو کې ډېرې ميرمنې کله کله دغه پوښتنه لري: په کوم ځای کې هغه سابه اخيستل کېږي چې هيڅ ککړتيا نه لري. د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې په کور کې د سبو باغ دغې پوښتنې ته يو ښه ځواب دی.

دغه باغ په ريښتيا يوه ښيښه ئی خونه ده چې پکې د کاهو او کرم په شمول ډېر ډوله سابه کرل کېږي. په دغه خونه کې د رڼا، د تودوخې او لندبل درجې او مغذی مادو د کنټرول له لارې سابه ښه روزل کېږي چې د دغو سبو وده په پوره توګه د فصلونو، خاورو او تودوخې په شمول د چاپيريال د بېلا بېلو شرايطو پر اتکا نه کوي. د سبو د دغه باغ کارکوونکي يانګ يان چينګ وويل:

دغه خونه د اوبو د دواملرونکی کارونې يو سيسټم لري چې له امله يې نه يوازې اوبه، بلکې په دغه خونه کې د مهتايي څراغونو د کارولو له امله د بريښنا انرژۍ هم سپمول کېږي. نو د انرژۍ د سپما او چاپيريال ساتنې په حال کې روغتيايي او ښه سابه هم کرل کېږي.د دغې خونې په دننه کې د تودوخې درجه د دری ويشتو په شاو خوا کې کنترول کېږي چې دغه تودوخه د نباتانو لپاره ډېره ګټوره ده په راتلونکې کې به په هره کورنۍ کې سابه کرل کېږي. پروا نه شته چې څوک د سبو کرلو تجربې نه لري. هر څوک چې اړوند سامان الات اداره کولای شي، په هر ځای کې سابه کرلای شي.

که تاسي د يوې ورځې کار له پای ته رسېدو وروسته نه غواړئ چې په ځپله ډوډۍ پخوې، نو ښايي به د ای که په نامه پخوونکی ماشينی سړی تاسو ته خدمتونه ورکړي چې د شانګهای پر نړيوال نندارتون ښودل کېږي. دغه ماشينی سړی د يوې چيني تصدۍ له خوا جوړ شوی او د سلو ډولو چيني خوراکونه پخولای شي. کارکوونکي يو شياو وويل:

ای که په بنسټيزه توګه د انسان پر ځای کار کولای شي. مثلأ په دريو دقيقو کې د اشپز په شان يو خوندور خوراک پخولی شي.

د خوراکونو په اړه ياد شوی نويښتونه او تخنيکونه د وګړيو راتلونکی ژوند ته انسانتياوې برابرولای شي. خو د ګرمې وريجی په نامه هغه کاسه چې د جاپاني څېړونکيو له خوا رامنځته شوی، په ناورينونو کې خپل مهم رول لوبولای شي. که د وريجو په کاسه کې يو شمېر اوبه واچوئ ، دغه کاسه په خپله ګرم شي او بريښنا او ګازونو ته اړتيا ونه لري. د دغې کاسې د ځانګړتياوو د يادونې په ترڅ کې کارکوونکي وانګ شي مونګ وويل:

دغه ډول کاسه په ناورينونو کې بيړنۍ وريجې پخولی شي او دوه ځانګړتياوې لري چې لومړی يې وريجې پنځو کلونو لپاره ساتل کېږي ، دوهم يې په دغه ډول کاسه کې وريجې د ناورينونو د پېښېدو په وخت کې په ډېره اسانه توګه پخول کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای