CRI Online

د المان او چين ترمنځ د ساينس او ښوونې فعاليت پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2010-06-23 17:44:51

د روان کال د جون په دوهمه نېټه له ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پورې د المان او چين ترمنځ د ساينس او ښوونې فعاليت د شانګهای د نړيوال نندارتون پارک د المان او چين د ګډ ګام اخيستلو په کور کې پای ته ورسېد. د المان د ښوونې او علمي څېړنې وزيرې مېرمن انڼيت سچاوان او د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزير وان انګ د دغه فعاليت د پای په مراسمو کې ګډون وکړ.

د چين او المان حکومتونو د ٢٠٠٩ کال په جنورۍ کې پريکړه وکړه چې په ګډه به د پوهې د زده کړې په عمده موضوع ياد شوی فعاليت جوړ کړي. دواړو هېوادونو د دغه فعاليت په ترڅ کې د ښوونې، اقليم، انرژۍ، روغتيا او ڼامي تخنيک په شمول بېلا بېلو علمي څېړنيزو ساحو کې د خپلمنځی همکارۍ په اړه څه دپاسه يو سل او پنځوس فعاليتونه تر سره کړي. د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزير وان ګانګ وويل:

موږ د اقليمي بدلون، د انرژۍ متنوع کېدو، د غلودانو اړتياوو او د وګړيو د روغتيا په شمول بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ يوو. له دغو ننګونو سره مقابله د دواړو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري. نو د دواړو هېوادونو د علمی او تختيکی کارکوونکي بايد د خپلمنځې ګډې موخې په پوره کولو کې خپل مهم رول ولوبوي چې د دواړو هېوادونو او نړۍ پرمختګ ته خدمتونه برابر کړي. زما په اند دا هم د المان او چين ترمنځ د ګډ ګام اخيستلو فعاليت يوه مهمه موخه ده.

د المان او چين ترمنځ د ګډ ګام اخيستلو فعاليت په ٢٠٠٧ کال کې د دواړو هېوادونو له خوا په ګډه پيل شو. د المان پخواني ولسمشر هورست خولېر او د چين د دولت رئيس هو جين تاو د دغه فعاليت څارونکي دي. المان په پرله پسې توګه د چين په پنځو ولايتونو او ښارونو کې څه دپاسه شپږ سوه نندارتونونه او هنري نندارې وړاندې کړې دي. د المان او چين ترمنځ د ګډ ګام اخيستلو کور د شانګهای نړيوال نندارتون د پارک په C سيمه کې پروت دی. دغه دوه پوړيزه ودانی په اسانه توګه جوړه شوې او هم له منځه يووړل کېږي او د جوړولو ټول مواد يې بيا کارول کېږي.

د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزير وان ګانګ وويل، زه باور لرم چې دغه شان فعاليتونه په پرله پسې توګه دوام ولري او هيله ده چې دغه فعاليتونه د چين بېلا بېلو لويو ښارونو او کليوالو سيمو او د ټولنې بېلا بېلو ساحو ته پراخ شي.

د المان د ښوونې او څېړنې وزيرې مېرمن انڼيت سچاوان هم هيله څرګنده کړه چې د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا ژوره شي.

د ساينس نړيوالې همکارۍ، د المان او چين ترمنځ د ساينس پوهانو ترمنځ همکارۍ او تفاهم درېيم پړاو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د رسېدو لپاره ښه بنسټ ايښی دی. په بله ژبه، دواړه هېوادونه به د علمي او ښوونيز تګ راتګ او د ګډو پروژو د پلی کولو وروسته له انرژۍ څخه د ګټه اخيستنې او اقليمي ساينس په شمول د يو شمېر مرکزي ساينس او تکنالوژۍ په ساحو کې د همکارۍ يوې نوې کچې ته ورسېږي.

په چين کې د المان لوی سفير ميشل سچافر وويل، بايد د شانګهای نړيوال نندارتون او د المان او چين ترمنځ د ګډ ګام اخيستلو فعاليت د فرصت له لارې د المان او چين ترمنځ هر اړخيزه همکاري پياوړې شي.

پر ساينس او تکنالوژۍ سربېره موږ هم غواړو چې د زده کوونکيو د تګ راتګ، د ښارونو د طرح کوونکيو د نظريو تبادلې او کولتور په ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه نوی وړانديزونه وکړو او په راتلونکو څو کلونو کې به دغه پلان د بېجينګ او شانګهای په شمول د چين بېلا بېلو ښارونو او سيمو ته پراخ کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای