CRI Online

موږ د شانګهای نړيوال نندارتون له امله له هنر سره لا نژدې يوو

cri     (GMT+08:00) 2010-06-23 17:56:40

د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون جوړونکيو ډېرې هنري نندارې ترتيب کړې دي. نندارې د هوانګ پو سيند پر ختيځې غاړې د نړيوالو کلاسيکو نندارو او د دغه سيند پر لوېديځې غاړې د راتلونکو نوښتونو لپاره عمده موضوع ده. داسې نندارې په عمومي ډول د نړيوال نندارتون په مرکز، د باو ګانګ پر لوی سټيج، د نړيوال نندارتون په کولتوري او هنري مرکزونو کې او پر بهر ډګرونو نندارچيانو ته وړاندې کېږي. د نړيوال نندارتون په پارک کې د دغو نندارو په اړه معلومات او په دغو نندارو کې د ګډون لارې چارې خپرېږي.

بر سېره پردې هره ورځ د ډېرو هېوادونو په ودانيو کې هم ډېر کلاسيکې نندارې نندارچيانو ته وړاندې کېږي.

د استريا په ودانۍ کې هره ورځ څه دپاسه لس کوچني کنسرټونه ښودل کېږي. دلته نندارچيان نه يوازې د ستراوس او موزات مشهور کلاسيکه موسيقي، بلکې د استريا دوديز يا عصري موسيقي هم اورېدلی شي. د دغه هېواد لويه سرينده وهونکی ښاغلي فلوريان چې د نړيوال نندارتون په پارک کې د استريا د دوانۍ په نندارو کې ګډون لري، خبريالانو ته وويل:

زه هره ورځ په اوو يا نهو نندارو کې کډون کوم. موږ ټول کنسرټ جوړوونکي په دوو ډلو باندې ويشل کېږو چې هره ورځ پنځلس نندارې تر سره کوو. نو تر اوسه پورې مو د نړيوال نندارتون په پارک کې د نورو هېوادونو او سيمو له ودانيو څخه ليدنه نه ده کړې. خو زما په اند دا پراو نه لري. ځکه زه لا د دغه نندارتون ډېر خوښوم. د دغه نندارتون له بېلا بېلو سټيجونو څخه ډېر جذابيتونه څرګندېږي. دا لومړی ځل دی چې زه په نړيوال نندارتون کې ګډون کوم. هيله لرم چې خلک زموږ موسيقي خوښه کړي

ګرانو اورېدونکو، تاسې اوس د يو کنسرټ موزيک اورئ چې د استريا په ودانۍ کې تر سره کېږي. ٦٤ کلنه مېرمن جانګ چې د چين د جيانګ سو ولايت له جانګ جو ښار څخه راغلې، خبريالانو ته وويل، استريا د دې لپاره يو ناپېژندل شوی هېواد نه دی. ځکه په ٢٠٠٢ کال کې يې له خپل ښاغلي سره يو ځای د اروپا لسو هېوادونو ته سفر وکړ او استريا د دوی لومړی تم ځای و. اوس په شانګهای کې دغه کنسرټ په تکرار د مېرمن جانګ د دغه خوږ سفر يادونه ورتازه کړل.

جانګ جو ښار له شانګهای سره نژدې دی. نو ډېر کسان له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې هيله لري. زموږ د اوسېدونکو په سيمه کې څه دپاسه پنځوسو تنو له دغه نندارتون څخه د ليدنې لپاره سره شانګهای ته راغلي يوو.

د ايرلنډ په ودانۍ کې دوه تنه ايرلنډي نڅا کوونکي نڅا کوي او نور دری کسان د ايرلنډ په دوديزې موسيقۍ د دوی ملګرتيا کوي. که څه هم دلته رسمي سټيج او د نندارچيانو ځای نه شته، خو نندارچيان له ډېرې خوشحالۍ نه په جامو کې نندارې ګوري او کله کله تودې چکچکې ورته کوي.

بر سېره پردې بېلا بېلو هېوادونو د خپل نندارتون د ورځې د نمانځلو لپاره ډېرې هنري نندارې جوړې کړې دي چې نه يوازې د مروجې او کلاسيکې موسيقۍ کنسرټونه، بلکې د لوبتکو ډرامې هم پکې شاملې دي. نندارچيان هر وخت د نړيوال نندارتون په پارک کې هنري نندارې کتلی او له هنر څخه يې خوند اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای