CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون په اړه يو شمېر په زړه پورې منظرې

cri     (GMT+08:00) 2010-06-23 18:06:22

د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون د تير می په لومړۍ نېټه له پرانيستلو څخه د جون تر يووېسمې نېټې پورې څه دپاسه اوولس مليونه تنه سيلانيان منلي دي. د دغه نندارتون په پارک کې ورځ په ورځ يو شمېر په زړه پورې کارونه رامنځته شوي دي.

د دغه نندارتون په پارک کې له سلو نه زيات نندارتونونه ډېر سيلانيان جلبوي. مثلا د چين، جاپان، سعودی عربستان، بريټانيا او المان نندارتونونه دي چې ځينی يې په خپلو ښکليو بهرنيو بڼو او ځينی نور يې په ايښول شويو ځانګړيو شيانو سره د ګڼ شمېر سيلانيانو سترګې جلبوي. د سعودی عربستان نندارتون ياد شوي دواړه ځانګړتياوې لري چې هم دغه دواړه ځانګړتياوې د ډيرو نندارچيانو زړونه کاږي ، نو دوي ددغه نندارتون د ليدو لپاره دري څلور ساعته ليک ولاړ دي. ښاغلي چيو چې د چين له شمال ښار هاربين څخه راغلی، وويل، رښتيا ده چې د سعودی عربستان نندارتون ما ته يوه لويه حيرانتيا رسوی او احساسوم چې ګواکی بلې نړۍ ته ننوتلی يم ، شاوخوا نندارچيانو افرين ويلی.

د سعودی عربستان په نندارتون کې د نړۍ تر ټولو لويه ديجټلي پرده درول شوې ده او د دغه نندارتون د مشر په قول دغه پرده د IMAX دتخنيکونو په پرتله لا پرمختللې ده. دغه پرده د نندارتون په لاندنۍ برخه درول شوېده چې د ليدو اغېزې يې ډېرې عجيبې او په زړه پورې دي. د کارکوونکيو په لارښوونه نندارچيان لکه په صحرا کې سفر کوی يا په سمندر کې غوټه وهی څو چې په خيالي نړۍ کې د سعودی عربستان جذبيت احساس کړي. د تازه شمېرنې له مخې، ديارلس او پنځلس سلنې نندارچيانو د سعودی عربستان له نندارتون څخه ليدنه کړې ده.

د چين نندارتون د کوربه نندارتون په توګه هره ورځ لس زره وګړي جلبوي. چيني نندارچيانو ته په دغه نندارتون کې له يو شمېر ايښودل شويو

توکيو او فلمونو څخه د دوی ژوند او د چين بدلونونه ښودل کېږي او د بهرنيانولپاره دغه نندارتون د چين يو نوم کارډ دی. ٢٣ کلن امريکايي ځوان داويد ويلکينسون وويل، هر کس چې د شانګهای نړيوال نندارتون ته ځی، بايد د چين نندارتون وګوری، ځکه تاسو په دغه نندارتون کې ليدلی شئ چې چين اوس څه کوي او په راتلونکې کې به څه وکړي. بر سېره پردې له دغه نندارتون څخه د چين ډېرې کولتوري نښې او معلومات هم ترلاسه کولی شئ.

هره ورځ د سهار په نهو بجو چې د نندارتون پارک دروازه خلاصېږي، ډيری نندارچيان د دغه نندارتون د ځانګړي دوکان د دروازې پر وړاندې په ليک ولاړ دي چې د نندارتون پاسپورټ واخلي او بيا انتظار کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو د نندارتونونو ټاپې پر خپل پاسپورټ ووهل شي مانا يې دا ده چې هغه د شانګهاي نړيوال نندارتون ته سفر کړی دی.

د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې هره ورځ ډېرې کولتوري او هنري نندارې هم سيلانيانو ته وړاندی کېږي. يو شمېر نندارې د بېلا بېلو هېوادونو د نندارتون پر وړاندې، ځينې يې په ډګرونو او ځينی نور يې د پارک په بېلا بېلو ځايونو کې تر سره کېږي. لنډه دا چې د نړۍ د پنځو لويو وچو کولتورونه په دغه پارک کې راښکاره کېږي. د شانګهای نړيوال نندارتون د نندارو عمومی سمبالونکي لي جي چېنګ وويل، هره ورځ د نندارتون په پارک کې پنځه نندارې سيلانيانو ته وړاندی کېږي چې وګړي له دغو نندارو څخه د پنځو لويو وچو بېلا بېل دودونه او کولتورونه له نژدې احساسولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای