CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه يو د بل له پوهې څخه خوند اخلي

cri     (GMT+08:00) 2010-06-23 18:12:32

څو ورځې مخکې د ايرلند صدراعظمې مېرمن ماري مکاليس د چين په شانګهای کې د نړيوال نندارتون د ايرلند نندارتون د ملي ورځې په فعاليت کې ګډون وکړ. مېرمن ماري مکاليس د دغه فعاليت په ترڅ کې د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه او و يې ويل،د شانګهای نړيوال نندارتون د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته هغه ډګر برابر کړی چې يو د بل له پوهې څخه ګټه واخلي. دې وويل، ايرلند له چين سره د کولتور په برخه کې د نظريو تبادلې ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د دغه نندارتون له لارې د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ پوهاوی او تفاهم پياوړی شي.

د صدراعظمې ماري مکاليس په اند، د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ايرلند د ګډون موخه د دغه ډګر له لارې نړۍ ته د خپلې ښې بڼې څرګندول دي. دې وويل: موږ هيله لرو چې د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې نندارچيانو ته موږ خپله ښه بڼه وړاندې کړو. موږ غواړو چې زموږ د نندارتون له لارې د شانګهای نړيوال نندارتون د عمده موضوع "ښه ښار ښه ژوند" بيان کړو. د ايرلند وګړي له چين سره ډېره علاقه لري او موږ هم هيله لرو چې هغه چيني نندارچيان چې د ايرلند له نندارتون څخه ليدنه يې کړې ده، په رښتيني توګه د دغه لېرې او کوچني هېواد دودونه احساسولای شي.

د ايرلند ودانی د شانګهای نړيوال نندارتون د پارک په C سيمه کې موقعيت لري او عمده موضوع يې د ښارونو او د ګړيو د ژوند ترمنځ د اړيکيو بدلونونه دي. په دغه ودانۍ کې د ايرلنديانو د ژوند په اړه دری رښتيني صحنې شته چې په جلا جلا توګه په دې ډول دي: سل کاله دمخه په کليو کې د لرګي خونه، پنځوس کاله دمخه يو پوړيز اپارتمان او نن ورځ ښيښه ئی اپارتمانونه.

صدراعظمې ماري مکاليس وويل، د ايرلند له نندارتون څخه د ښاري کېدو په بهير کې د فضا نه د دغه هېواد ښه کارونه او د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ په اړه د دغه هېواد نظريه څرګندېږي. دې وويل، نن ورځ نړيوالو د ښاري کېدو د بهير د چټکتيا په حال کې په ښارونو کې د چاپيريال ککړتيا او انرژۍ د کمښت په شمول ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي. د ايرلند په ګډون د نړۍ بېلا بېل هېوادونه کولای شي چې د شانګهای نړيوال نندارتون له لارې د ياد شويو ستونزو د له منځه وړلو خپلې لارې چارې څرګندې کړي.

دې وويل، موږ د شانګهای نړيوال نندارتون څخه هغه زده کړه کړې ده چې په نړۍ کې نژدې هر هېواد د يادو شويو مسئلو حل و فصل لټوي او د دغو حل و فصل د پيدا کولو تر ټولو ښه لار دا ده چې بېلا بېل هېوادونه خپلې هڅې سره شريکې کړي. نو د شانګهای نړيوال نندارتون د انسانانو د پوهې د شريکېدو يو سټيج بلل کېږي.

صدراعظمې ماري مکاليس د ايرلند او چين ترمنځ د اړيکيو د يادونې په ترڅ کې پر دې تينګار وکړ چې کولتوري تګ راتګ د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا په برخه کې مهم رول لوبوي.

دې وويل، کولتور د وګړيو د زړه له کومې يوه رښتينې څرګندونه ده. د بېلګې په توګه، ښايي چې تاسې د ايرلند يا د دغه هېواد په ژبه ونه پوهېږئ. خو تاسې کولای شئ چې د ريوردانس په نامه د دغه هېواد له دوديزې نڅا څخه خوند واخلئ.

نوموړې هيله څرګنده کړه چې د ايرلند او چين د دواړو هېوادونو ځوانان يو له بل څخه زده کړې وکړي او د نظريو تبادله وکړي چې له امله به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ ژورتيا لپاره ټينګ بنسټ کېښودل شي.

دې وويل، اوس زرګونه چيني ځوانان په ايرلند کې زده کړه کوي. موږ هيله لرو چې دوی به په راتلونکې کې په چين کې د ايرلند کولتور خپور کړي. موږ هم هيله لرو چې ډېر ځوان ايرلنديان په چين کې هم زده کړې وکړي چې د دواړو هېوادونو ځوانان په خپله د يو بل هېوادونو کولتورونه احساس کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای