CRI Online

د موزامبيک د نندارتون د ورځې فعاليتونه تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2010-07-30 20:47:51

د جون ٢٥مه نېټه د موزامبيک د نندارتون له ورځې سره برابره وه. د چين او موزامبيک وګړيو د دغې ورځې د نمانځلو لپاره د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې يو لړ فعاليتونه ترسره کړل.

موزامبيک د شانګهای نړيوال نندارتون ته د خپل درنښت د څرګندولو لپاره په ځانګړي توګه د جون ٢٥مه نېټه د خپل نندارتون د ورځې په توګه وټاکله. ځکه دغه ورځ د موزامبيک د خپلواکۍ ورځ او د چين او موزامبيک ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګښت له ٣٥ کليزې سره هم برابره وه. د موزامبيک د کولتور وزير اماندو اتور او د چين د کولتور وزارت مرستيال او ايانګ جيان د دغې ورځې د نمانځلو په فعاليتونو کې ګډون وکړ.

اماندو اتو وويل، د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې يو ډګر دی. ده وويل:

دغه نندارتون نړيوالو ته يو سټيج برابروي چې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي کولای شي چې د يو بل له نويو نظريو څخه ګټه واخلی او د اقتصاد، ساينس او ټېکنالوژۍ، ټولنيز کلتور، د سولې د ساتنې، يو له بل سره د مرستې او د انسانانو د پرمختګ په شمول بېلا بېلو ساحو کې د خپلو تجربو تبادله وکړي. پر سېره پردې دغه نندارتون په ٢٠١٠ کال کې تر سره شو چې دغه کال هم د م م د نړيوالو کولتورونو له کال سره برابر دی، نو ډېر اهميت لري.

د موزامبيک د نندارتون د عمده موضوع د يادونې په ترڅ کې اماندو اتور وويل، له دغې موضوع څخه څرګندېږي چې موزامبيک د ښاري کېدو بهير ته ډېر پام کوي. اماندو اتور وويل:

((ښه سيمه ښه ژوند))د موزامبيک د نندارتون عمده موضوع ده. له دغې عمده موضوع څخه څرګندېږي چې دغه هېواد د بې وزلۍ د له منځه وړلو په ترڅ کې سيمې د دواملرونکي پرمختګ د بنسټونو په توګه ګڼلي دي.

اماندو اتو د وينا په ترڅ کې له چين څخه مننه څرګنده کړه چې د موزامبيک له ابادۍ سره يې سترې مرستې کړې دي. ده وويل:

موزامبيک له چين سره دوه يا څو اړخيزې همکارۍ څخه ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. دواړو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، د ساينس او ټېکنالوژۍ د روزنې په شمول بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ يو لړ تړونونه لاسليک کړي چې ورڅخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ژوره دوستي هم څرګندېږي. چين اوس هم د موزامبيک د يو شمېر لويو بنسټيزو تاسيساتو له جوړولو سره مرستې کوي. د بېلګې په توګه، د نړيوال هوايي ډګر پراختيا، د دولتي سټيډيوم پروژه.

د چين د کولتور وزارت مرستيال او يانګ جيان د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه د موزامبيک د ملاتړ له امله مننه څرګنده کړه او و يې ويل، موزامبيک په افريقا کې د چين يو ښه دوست، ملګری او ورور هېواد دی. دغه هېواد په فعاله توګه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي او خپلې ځانګړتياوې څرګندوي. ده وويل:

زه باور لرم چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيان د شانګهای نړيوال نندارتون په ترڅ کې دلته د موزامبيک ښکلي طبيعي منظرې، تاريخ او کولتور احساسولای شي. د دغه نندارتون له لارې به هرومره د چين او موزامبيک ترمنځ دوديزه دوستي او د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ تفاهم پياوړی شي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای