CRI Online

د نړيوال نندارتون په فورم کې د چين د ټيټ کاربن اقتصادي پرمختګ په اړه بحث وشو

cri     (GMT+08:00) 2010-07-30 20:53:56

د چاپيريال بدلون او د ښاري مسؤليت په نامه د شانګهای نړيوال نندارتون يو فورم د جولای په درېيمه نېټه په نان جينګ ښار کې تر سره شو.په دغه فورم کې د ټيټ کاربن، اقليمي بدلون او شنه اقتصاد په شمول پر بېلا بېلو موضوعاتو زياتې خبرې وشوې چې ټيټ کاربن د کاربن دوه اکسايد د خپراوی اندازې د کمولو مانا لري. بر سېره پرې چيني او بهرنيو کارپوهانو د غوندې په ترڅ کې د چين د ټيټ کاربن اقتصادي پرمختګ په اړه ګټور وړانديزونه هم وکړل.

د چين د ټيټ کاربن انرژۍ د لابراتوار مشر هه جيان کون وويل، چين اوس د صنعتي او ښاري کېدو د چټک پرمختګ په حال کې دی. نو د ټيټ کاربن پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. چين بايد د اقتصادي پرمختګ لارې چارې بدلې کړي او په ستراتيژيکي توګه خپل صنعتي جوړښت تنظيم کړي. ده وويل:

موږ اوس د صنتعي کېدو په حال کې يوو او د کاربن دوه اکسايد په عمده توګه د صنايعو په ساحو کې ايستل کېږي. نو موږ بايد د اقتصادي پرمختګ اوسنۍ لارې پر هغې لارې بدل کړو چې پر ساينس او ټېکنالوژۍ اتکا وکړي. د چين صدراعظم ون جيا باو د ملي ولسي کانګرېس په سږنۍ غونډه کې وويل، چين بايد د کاربن د ايستلو اندازې د کمښت پر بنسټ د صنعتي او استهلاکي سيسټم د جوړولو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.

د امريکا د چاپيريال ساتنې د ټولنې لومړی اقتصاد پوه او د چين د چاپيريال او پرمختګ د نړيوالې همکارۍ کميسيون غړي ښاغلي دنيول دوريک وويل، چين هغه موخه ټاکلې ده چې په ٢٠٢٠ کال کې به په هر يونټ GDP د کاربن دوه اکسايدو د ايستلو اندازه د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې لږ تر لږه ٤٠ يا ٤٥ کمه شي. له دغې موخې څخه څرګندېږي چې چين ټيټ کاربن ته په درنه سترګه ګوري او دا به د چين د ټيټ کاربن د پرمختګ لپاره بنسټ کيږدي. ده وړانديز وکړ چې د چين په تصديو کې د مسؤليتونو سيسټم جوړ شي، يعنې د بېلا بېلو تصديو لپاره د کاربن د ايستنې معيارونه وټاکل شي. که کومه تصدۍ له ټاکلي معيار څخه زيات کاربن خوشي کړي، هغه تصدۍ ته به اقتصادي سزا ورکړل شي. ده وويل:

د کاربن د ايستنې اندازې د کنټرول لپاره د مسؤليتونو سيسټم جوړول د چين په دوولسم پنځه کلن پلان کې شامل دي. دغه سيسټم بايد په ولايتونو، ښارونو او په تصديو کې پلی شي اوخپلکو ته به مالومات ورکړلی شي چې د کاربن ايستنې اندازې کنټرول يو ډېر جدي او مهم کار دی. حکومت بايد پر تصديو خپلې څارنې پياوړې کړي او د دې ترڅنګ تصديو ته زيات فرصتونه هم ورکړي چې په خپله د کاربن د ايستنې اندازې د ټيټولو لپاره يو شمېر نوې لارې چارې پيدا کړي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د مشر مرستيال او د چين د انرژۍ د دولتي ادارې مشر جانګ ګوه باو په دغه فورم کې وويل، اوس مهال د نړۍ ډېر هېوادونه له ټيټ کاربن انرژۍ څخه پر ګټې اخيستنې بوخت دي. چين اوس هم د ټيټ کاربن په برخه کې له ډېرو هېوادونو سره همکاري کوي او هيله لري چې د ډېرو زياتو نړيوالو سره تګ راتګ او همکاريو له لارې د نړۍ د ټيټ کاربن پرمختګ لپاره خپل خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای