CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ښارونو د استعمال له ښو سيمو څخه څرګندونې

cri     (GMT+08:00) 2010-07-30 21:15:36

د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون په ښارونو د ورځپنې ژوند په ښو سيمو کې د نړۍ ٧٦ بېلګې راغونډې شوې چې ورڅخه يې د هغو ښارونو بڼې څرګندېږي چې د وګړيو د ژوند لپاره مناسب دي او پکې نوښتونه رامنځته کېږي او د دې ترڅنګ هم دواملرونکی پرمختګ کولای شي. اړوند مسئول د جون په دېيمه نېټه وويل، که څه هم په دغو سيمو کې بېلا بېل شيان ښودل کېږي، خو د شريکولو، مناسب او ټيټ کاربن په شمول درې ګډې نظريې او موخې ورڅخه څرګندېږي.

د المان د بريمن په نامه په نندارتون کې د بادي انرژۍ، برېښنايي ترانسپورټ، د اقليم څېړنې، د انرژۍ ادارې او د موټرونو شريکولو په اړه بېلا بېل مطالب نندارچيانو ته وړاندې کېږي چې ورڅخه د سرچينو د سپمولو لپاره د دغه ښار هڅې څرګندې شوې دي. د دغه نندارتون مسؤلې مېرمن چن شيو فانګ وويل، د دغه نندراتون عمده موضوع د سرچينو شريکول دي. مېرمن چن وويل:

سرچينې له هر کس سره اړه لري. موږ به په کوم ډول له کرې څخه کم شيان وغواړو؟ موږ پاکې انرژۍ کاروو. د بېلګې په توګه، بريمن ښارد

سمندر پر غاړه موقعيت لري. نو موږ دېته هڅول کېږو چې د سمندر له بادي انرژۍ څخه ګټې واخلو. ځکه پر سمندر د باد په وسيله د برېښنا توليدولو تاسيسات نه يوازې ځمکه نه نيسي، بلکې چاپيريال ته ککړتيا هم نه رسوي.

د موټرونو د شريکولو د يادونې په وخت کې مېرمن چن شيو فانګ وويل، هره ورځ هر کس په منځنۍ توګه يوازې په يو ساعت کې موټر کاروي. په نورو وختونو کې موټرونه په ځمکه کې ګڼه ګوڼه جوړوي. نو زه فکر کوم چې موږ کولای شو چې موټرونه شريکوو او ګڼه ګوڼه به په ځمکه کمه شي چې ورسره به زموږ ښارونه لا ښکلي شي.

د يوې بلې بېلګې په توګه د کانادا د مونتريل په نندارتون کې هغه مطالب نندارچيانو ته ښودل کېږي چې د CESM د چاپيريال ساتنې مرکز څنګه له يو خځلې ځای څخه د چاپيريال ساتنې په اړه پر يو پارک بدل شوی دی.

د شانګهای نړيوال نندارتون د ښارونو د استعمال د ښو سيمو مشر ښاغلي سون ليان شېنګ وويل، که څه هم له يادو شويو بېلګو څخه بېلا بېل مطالب څرګندېږي، خو د شريکولو، مناسب او ټيټ کاربن په شمول يو شمېر ګډې نظريې هم ورڅخه ښکارېږي. ښاغلي سون ليان شېنګ وويل:

لومړی، نړيوال نندارتون يو ډګر دی او ښارونه خپلې تجربې دغه ډګر ته رسوي چې موخه يې دا ده چې نړيوال د دوی تجربې،لارې چارې، تخنيکونه او برياليتوبونه سره شريک کړي. دوهم، يوازنۍ مناسبې بېلګې ښې بېلګې دي. درېيم، له ټولو بېلګو څخه د ټيټ کاربن په اړه نظريه څرګندېږي، يعنې د طبيعت د درناوي پر بنسټ د کاربن دوه اکسايدو د ايستنې اندازه او اوبو، هوا او ځمکې ته ککړتيا کمه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای