CRI Online

د افريقا متحد نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2010-07-30 21:19:52

تر اوسه پورې د شانګهای نړيوال نندارتون د افريقا له متحد نندارتون څخه د سيلانيانو شمېر له اووه مليونو او پنځه لکو څخه اوښتی دی او د اټکل له مخې به د جولای تر پايه پورې دغه شمېر لسو مليونو تنو ته ورسېږي. د چين نړيوالې راډيو خبريلانو هم په دې وروستيو ورځو کې دغه نندارتون ته سفر کړی دی. د دغه نندارتون د مسؤلانو او پکې د ګډون کوونکيو په اند، دغه نندارتون د افريقا بېلا بېلو هېوادونو ته يو ډګر برابروي چې خپل جذابيت نندارچيانو ته وړاندې کوي.

ليبيا د ٢٠٠٧ کال د نوامبر په لومړۍ نېټه دا تائيده کړه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. نو هغه ٤٨ افريقايي هېوادونو چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې، په دغه نندارتون کې د ګډون تائيد کړی دی. د افريقا متحد نندارتون د شانګهای نړيوال نندارتون پارک په C سيمه کې مواقعيت لري او پکې يې د ٤٣ افريقايي هېوادونو او د افريقايي هېوادونو ټولنې د نندارتون ځايونه شامل دي. دلته سيلانيان د کاليو، خوراکونو، موسيقي او ناڅاوو په شمول له ډول ډول شيانو څخه د افريقا بېلا بېل کولتورونه احساسولای شي.

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدااوس د الويس برادرس په نامه د بتر يوه ننداره واورېدله. دغه بتر له دريو ورورانو څخه جوړېږي او په کابو

ويردي کې ډېر مشهور دی. د دغه بتر لومړۍ سندرغاړې توالويس وويل:

د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه مننه کوم چې موږ ته داسې فرصت برابر شوی چې له بېلا بېلو کسانو او کولتورونو سره تماس نيولای شو. هيله لرم چې دغه نندارتون ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

چين د نندارتون ځای د جوړولو او سينګار په ساحو کې له يو شمېر افريقايي هېوادونو سره ډېرې مرستې کړې دي، په تېره بيا د اقتصاد په برخه کې. په دې هکله د ځينو هېوادونو چارواکيو او د نندارتون مسؤلينو خپلې مننې څرګندې کړې دي. د ګانا د سوداګرۍ او صنعت وزيرې مېرمن هانا تيتح د دغه هېواد د نندارتون ورځې د نمانځلو په فعاليتونو کې وويل:

زه د ګانا د ولسمشر او وګړيو په استازيتوب د چين حکومت او خلکو ته درناست څرګندوم او زه د دې له امله مننه کوم چې دوی د شانګهای نړيوال نندارتون جوړ کړی او پکې د ګډون لپاره يې ګانا ته بلنه ورکړه. د دې ترڅنګ زه چيني حکومت ته مننه هم وايم چې ګانا ته ملاتړ او مرستې برابرې کړې دي.

د کابو ويردي د نندارتون عمومي استازي جواو ويرا هم له پرمختيايي هېوادونو سره د چين د مرستو لوړه ستاينه وکړه.

د يادونې وړ خبر دا دی چې چين د دغې دورې په نندارتون کې له پرمختيايي هېوادونو سره ډېرې مرستې کړې دي. بې له دغو مرستو موږ په سالمه توګه په دغه نندراتون کې ګډون نه شو کولای.

د افريقا متحد نندارتون برياليتوب د بېلا بېلو برخوالو هېوادونو له کوښښونو سره نژدې اړيکې لري. د دغه نندارتون د ادارې څانګې مشر ښاغلي چن جين تيان وويل، افريقايي هېوادونو د دغه نندارتون لپاره جدي تياريانۍ نيولي دي چې له امله يې دغه نندارتون تر ټولو زيات سيلانيان راجلب کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای