CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون به د چين او سريلانکا ترمنځ تفاهم او دوستی پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2010-07-30 21:24:20

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د سريلانکا د نندارتون ورځې د نمانځلو فعاليتونه د جولای په ١٨مه نېټه تر سره شول. د سريلانکا صدراعظم جاياراسنا په دغو فعاليتونو کې د ګډون لپاره په ځانګړي توګه شانګهای ته راغلی دی. صدراعظم جاياراسنا د نمانځلو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه او په ترڅ کې يې څرګنده کړه چې د شانګهای نړيوال نندارتون د سريلانکا او چين ترمنځ د دوديزې دوستۍ او متقابل تفاهم پياوړتيا ته يو ښه ډګر برابر کړی دی، په تېره بيا ډېرو زياتو چينايانو د دغه نندارتون له لارې د سريلانکا په اړه مالومات تر لاسه کړي دي.

ښاغلی جاياراسنا له پنځوسو کلونو راهيسې تل د سريلاکا پر سياسي سټيج فعال دی او ډېر ځلې يې د وزير او پارلماني غړي په توګه له چين څخه ليدنه کړې ده. ياد شوی سفر د صدراعظم په توګه چين ته د ده لومړی سفر دی او د ده لومړی ځل هم دی چې په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. د شانګهای نړيوال نندارتون د يادونې په ترڅ کې ښاغلي جاياراسنا وويل:

د نړۍ دوه سوه او شپږ څلوېښت هېوادونه او نړيوال سازمانونه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لرغوني کولتورونه، عصري هوښياری او راتلونکی پرمختګ په دغه نندارتون کې راغونډېږي. دلته موږ د هر هېواد تاريخ، د پرمختګ بهير او نن ورځ د انساني ټولنې د تر ټولو پرمختللي تخنيکونه او نظريې احساسولای شو. نړيوال نندارتون هغه لويه غونډه ده چې پکې د بېلا بېلو هېوادونو او ملتونو په منځکې تفاهم، زده کړې او دوستی پياوړېږي. باور لرم چې د سريلاکا او چين په شمول ټول برخوال هېوادونه او نړيوال سازمانونه له دغه نندارتون څخه ګټې واخلي.

نوموړي زياته کړه، دوه کاله دمخه چين په بريالۍ توګه د اوليمپيک سپورټي لوبې جوړې کړې چې د نړيوالو پر زړو يې ژورې خاطرې نښې کړې دي. اوس مهال په شانګهای کې د نړيوال نندارتون جوړول يو ځل بيا د نړيوالو پاملرنې راجلبوي. ده خبريلانو ته وويل، د سريلاکا حکومت د شانګهای نړيوال نندارتون ته په درنه سترګه ګوري. سريلاکا په نړۍ کې له لومړيو هېوادونو څخه يو دی چې ژمنه يې کړې ده چې له دغه نندارتون څخه به ملاتړ او پکې به ګډون وکړي.

سريلاکا تل له چين سره نژدې اړيکې او دوديزې دوستۍ ساتي. زما په اند، دغه دوستی به په پرله پسې توګه په شانګهای نړيوال نندارتون کې پياوړی شي. نو په دغه نندارتون کې زموږ ګډون ډېر اهميت لري.

صدراعظم جاياراسنا وويل، نړيوال نندارتون نه يوازې مختلفو هېوادونو ته د خپل ځان د پرمختګ بهير او د خپلې ښې بڼې د څرګندولو، بلکې د سوداګرۍ، معاملې او سيلانۍ په شمول بېلا بېلو ساحو ته فرصتونه برابروي. سريلاکا د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د ده د پلازمينې کلمبو او شانګهای ترمنځ مستقيمې الوتکې وپرانيستې چې له امله به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سيلانۍ او سوداګرۍ تګ راتګ زيات شي. د سريلانکا او چين ترمنځ د اړيکيو په اړه ښاغلي جاياراسنا وويل،

د سريلاکا او چين ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګېدو له څه دپاسه پنځوسو کلونو راهيسې، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه تګ راتګ او همکاري موندلي دي. په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ ډېر فعال دی. چين تل تر خپلې وسې پورې د سريلاکا د اقتصادي پرمختګ په بهير کې له دغه هېواد سره مرسته کوي چې دغې مرستې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ ژورې کړې، بلکې د هېواد د سمسورتيا په اړه د سريلاکا موخې له پوره کېدو څخه هم ملاتړ کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای