د چين نړېواله راډيو په لومړي سر کې په ٤٣ ژبو خپرونې درلودې. په ١٩٩٨ کال کې په انټرنېټ کې د چيني ميعاري ژبې، د چين د ګوانګ جو لهجې، انګليسي، الماني او هسپانيايي ژبو پاڼې هم پرانيستل شوې.
په ٢٠٠٣ کال کې د مغولي، ماليزيايي، تايلنډي، فلېپيني، پولنډي، هنګري، صربيايي، هاوسايي، هندي، تاميلي، لاوسي، البانيايي، چکي، ترکي، سواهيلي، فارسي، پښتو، نيپالي، اردو، کامبوديايي، سنګري، بنګلدېشي، ميانماري، د چين د که جيا، مين نان او چاو جو لهجو په ګډون د ٢٦ ژبو پاڼې پرانيستل شوې چې له فرانسوي، پورتګالي، کوريايي، روسي، عربي، اندونيزيايي، ويتنامي، رومانيايي، بلغاريايي، اسپيرنتويي، ايټاليايي او جاپاني ژبو سره د سي ار ای ٤٣ ژبو راډيويي وېبپاڼې جوړې شوې دي.
په ٢٠٠٤ کال کې سي ار ای د اويغوري، قزاقي او قرغزي ژبو انټرنېټي خدمتونه او په ورپسې کال کې د تبتي دوو لهجو انټرنېټي خدمتونه هم برابر شوي دي.
په ٢٠٠٧ کال کې سي ار ای د سويډني، ډنمارکي او فنلنډي ژبو وېبپاڼې جوړې کړي دي.
په ٢٠٠٨ کال کې سي ار ای بيا د کروديايي او اوکرايني ژبو راډيويي وېبپاڼې هم جوړې شوې.
په ٢٠٠٩ کال کې سي ار ای د سپينې روسيې، يهودي (عبري)، يوناني، هالنډۍ، نورسکي او ايسلنډي شپږو ژبو انټرنېټي خدمتونه پرانيستل .
د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ په اتمه نېټه سي ار ای ايس تيکيلي او ليتوانيايي ژبو انټرنېټي شبکې هم پرانيستلي چې دغه راز د سي ار ای د خپرونو ژبو شمېر ٦١ ته رسيدلی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |