CRI Online

ستاسې له مورنې ژبې سره زما مينه

cri     (GMT+08:00) 2011-10-18 15:29:55

ګرانو اوريدونکو، هرکلی کوو چې د چين نړيوالې راډيو د جوړيدو اويايمې کاليزې په مناسبت د مالوماتي سيالۍ ځانګړی پروګرام اورئ! هر وخت کې تاسی د راډيو له لارې له چين څخه سلامونه اورې، تاسی مهربانی او حيران وړ احساسات لرئ؟ د چين په ګاونډيو او له چين څخه په ليری پرتو هېوادونو کې د همدغو هېوادونو د رسمي ژبو په وسيله د چين د نړيوالې راډيو خپرونې اوريدل کېږي. قدرمنو دوستانو، په نننۍ خپرونه کې به هم تاسو ته د راډيويي سيالۍ دوې پوښتنې وړاندې شي. هېله ده چې تاسی سم ځوابونه پيدا کړئ او موږ ته ليکونه راواستوئ.

لومړی پوښتنه: د چين نړيواله راډيو په څومره ژبو نړۍ ته خپرونه کوي؟

دوهمه پوښتنه: د سی ار ای on line ويبپاڼه په کوم کال کې جوړه شوه؟

ګرانو اوريدونکو، د چين نړيواله راډيو اوس په يو شپيتو ژبو نورو هېوادونو او سيمو ته خپرونه کوي او په همدې وخت کې هم د بېلا بېلو هېوادونو له کلتورونو سره مينې لري. د ١٩٦٨ کال د اګست په نهه ويشتمه نېټه ماښام وخت هلک لو دونګ فيوان او د ده همټولګيو چې په رومانيا کې په زده کړې بوخت وو، د راډيو له لارې د چين د نړيوالې راډيو د رومانيايی ژبی خپرونې واوريدلې. لو دونګ چيوان وويل (اواز)

کله چې موږ په رومانيا کې هغه خبر چې د چين نړيواله راډيو به د رومانيا ژبې خپرونې پيل کړي ، واورېد ، ډير خوشحاله شو او يو بل ته مو دغه خبر ورکړ. د اګست د نهه ويشتمې نېټې په شپه موږ د يوې زړې راډيو په شاوخوا کې راغونډ شوو او په نهو بجو مو خپرونه واورېده . نو سمدلاسه مې پرېکړه وکړه چې په راتلونکی کې د چين په نړيواله راډيو کې د نطاقي دنده په غاړه واخلم ځکه چې دا د فخر او وياړوړ کار وي.

له يو کال وروسته لو دونګ چيوان د چين د نړيوالې راډيو د رومانيايی ژبی څانګې د وياند په توګه ومنل شو. هغه وويل رومانيايی ژبه د سندرو په شان ډېره ښکلې او زړه وړونکې ده . هغه وويل (اواز)

ما د اوولس کلنۍ په وخت کې د رومانيايی ژبی په زده کړی پيل کړی او ټول عمر مې د دغې خپرونې لپاره وقف کړی دی . زما په نظر رومانيا زما دوهم ټاټوبی دی. ما رومانيايانو ته ويلی چې ما په دغه هېواد کې د وچو ډوډيو په خوړلو سره وده کړې ده ، نو له رومانيايی دوستانو او اوريدونکو سره ډيره مينه لرم .

د چين په نړيواله راډيو کې د لو دونګ چيوان په شان کارکوونکي ډېر دي چې د بهرنيو ژبو په وسيله خپرونې کوي او دغه چاره د خپلې دايمي چارې په توګه بولي. د دوی په اند هېوادونه چې که وړوکي وي يا لوي ، يا مختلف کولتورونه لری ، ټول مساوي وي او ډير د وياړ وړ کار دا دی چې په مورنيو ژبو له اوريدونکيو سره خبرې کوي.

څه دپاسه څلويښت کلونه مخکې د چين په نړيواله راډيو کې د بنګله ديش په ژبه خپرونه پيل شوه. د څلويښتو کلونو راهيسی له دوستۍ څخه ډکه دغه خپرونه نه ده ځنډيدلې . د بنګله ديش زيات شمېر اوريدونکيو د چين د نړيوالې راډيو د خپرونې په اوريدلو سره له ماشومتوب څخه وده کړې او له چينی وياندانو سره يې ژوره دوستی ټينګه کړې ده. شی جينګ وو چې څو کاله مخکې د بنګله ديش له څانګې څخه تقاعد شوی ، وويل، د بنګله ديش خلکو په سترګو کې په چين کې د دوی په ملی ژبه خپرونه کول د بنګله ديش کلتور د ډير درناوی او احترام مانا لري. هغه وويل (اواز)

په بنګله ديش کې نفوس ډېر زيات دی، خو هېواد يې کوچنی دی. چين د دغه هېواد د خلکو په سترګو کې يو لوی هېواد دی. دوی په دې پوهېږي چې چين د هر هېواد درناوی کوي او ددوي اغيزمن کار دا دی چې چين د دوی په ملی ژبه خپرونه کوي .

نړيوالو ته د چين د نړيوالې راډيو د خپرونو چارې د زمانې د غوښتنې او د نړيوالو حالاتو د بدلون له مخې په پرله پسی توګه پرمختګ کوي. د مخابراتی تکناروژۍ د پرمختيا سره سره د سی ار ای راډيو د انټرنيټ له لارې د خپرونو چارو پرمختيا لپاره ډېرې هڅې کړي دي. ١٩٩٨ کال د چين نړيوالې راډيو د زياتو ژبو په وسيله د سی ار ای onlineويبپاڼې پرانيستلې دي. اوريدونکي او لوستونکی کولی شی چې په ويبپاڼو کې پروګرامونه واوري او په خپله مورنی ژبه خبرونه هم ولولي. اوس cri online په يو شپيتو ژبو ويبپاڼې لري او د سی ار ای راډيو هم له دې امله په ټوله نړۍ کې يو داسی نړيوال خبري سازمان ګرځيدلی چې د کارول شويو ژبو شمېر تر ټولو زيات دی.

د خبري رسنيو نوي ډګرونو د سی ار ای راډيو د زيات شمېر ځوانانو شوق او ذوق ورجلب کړی دی. د پښتو ژبی په څانګه کې شي منګ هم يو ډېر هڅونکی ځوان دی چې په پښتو ژبه يې د ويبپاڼې جوړولو په برخه کې زيات ګټور کارونه تر سره کړي دي. د لنډې څپې له لارې د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې په ١٩٧٣ کال کې پيل شوې او ٢٠١٠ کال د ايف ايم څپو له لارې د پښتو خپرونې د افغانستان په پلازمينه کابل او دوهم لوی ښار کندهار کې پرانيستل شوي چې افغانانو ته د چين په اړه د مالوماتو ورکولو لپاره يوه دروازه خلاصه شوې ده. شي منګ وويل د بی بی سی او د امريکا د وی و ای په شمول د ځينو لويديځو هېوادونو په راډيوګانو کې د افغان خپرونو په نسبت د چين نړيواله راډيو يوازنی راډيو ده چې پروګرامونه يې د چينايانو لخوا جوړيږي . د افغان اوريدونکيو لپاره دغه ځانګړتيا ددوی د ډېر عجب او حيرانتيا وړ ګرځېدلې ده . شي منګ وويل (اواز)

دوی ډېر حيران دي چې چينايان په پښتو ژبه خبری کولای شي او پښتو خپرونه کوي. دا د دوی لپاره يو ډېر راجلبونکی ټکی دی. که څه هم د ايف ايم څپو له لارې د خپرونو وخت لنډ دی، خو دغه خپرونه هم د افغانستان د رسمی خبري رسنيو، حکومت او خلکو د پاملرنې وړ ده ، پخوا شرايط يې ډېر سخت و، خو زيات شمېر پښتو اوريدونکيو لا هم د لنډې څپې له لارې زموږ خپرونې واوريدلې. اوس د ايف ايم څپو له لارې د خپرونو اوازونه ډېر صاف دي، نو دوي د دغې صافې خپرونې په اورېدو ډېر خوښ دي.

د چين او افغانستان تر منځ د کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د سی ار ای راډيو پښتو څانګې هم د چينی _ پښتو ژبو لومړی ساده قاموس چاپ کړ. دا د پښتو څانګې د پرمختيا په بهير کې يو ډېر ګټور ګام هم دی.

د سی ار اې راډيو د خپرونو له يو شپيتو ژبو څخه د اسپرانتو ژبه يوه مصنوعۍ ژبه ده او په کوم مليت او هېواد پورې اړه نه لری چې ددغې ژبې خپرونه پنځوس کاله مخکې پرانستل شوېده . د اسپرانتو ژبې له څانګې څخه يو تقاعد شوی کارکوونکي چې شی يو مين نومېږي ، د لسو کلونو د کوششونو له لارې د سره اطاق خوب په نامه د چين مشهور لرغوني داستان په اسپرانتو ژبه ترجمه کړی دی . ښاغلي شی په چين او نړۍ کې د اسپرانتو ژبې په ټولنه کې ډير شهرت لری ، حتی د ماشومتوب په وخت کې يې دده لور ته د اسپرانتو او چيني ژبې ورزده کړې وې ، نو نن ورځ دده لور په روانه اسپرانتو ژبه خبرې کولی شی .

اوسمهال ځوانان د اسپرانتو ژبې په څانګه کې غښتلی ځواک دی ، مثلا پيغلی وانګ شان شان . دې په ٢٠٠٤ کال کې د يوې داوطلبې په توګه په بيجينګ کې د اسپرانتو ژبې په ٨٩ نړيواله غونډه کې برخه واخستله او و يي ليدل چې ګڼ شېر اسپرانتو استعمالونکي په دې غونډه کې راغونډ شول چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي دي . ددې په اند د دې مصنوعۍ ژبې نوښت سم سولې ته د انسانانو د تمې عامل دی ځکه چې په چين کې د اسپرانتو ژبه د نړيوالې ژبې په توګه ياديږي.

( اواز) ډيره خوشحاله وم په غونډه کې ټولو ګډون کوونکو په يوه ژبه خبرې کولې.

ګرانو اورېدونکو ، تاسې همدااوس د سی ار ای راډيو د جوړېدو اويايمې کاليزې د يادونې په مناسبت د مالوماتي سيالۍ په هکله دريم مضمون واورېده. ستاسو له اوريدنې څخه ډېره مننه کوو. اوس به د دی مضمون دوې پوښتنې تکرار کړو، هېله ده چې تاسو سم ځوابونه پيدا کړی دی.

لومړی پوښتنه: د چين نړيواله راډيو په څومره ژبو نړۍ ته خپرونه کوي؟

دوهمه پوښتنه: د سی ار ای on line ويبپاڼه په کوم کال کې جوړه شوه؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای