CRI Online

نړۍ ته د چيني ديپلوماتانو کتنې په نامه د عکسونو نندارتون به ژر پرانيستل شي.

cri     (GMT+08:00) 2012-09-13 20:06:16

د سپتمبر له ١٤ مې نېټې نه تر ٢٣ مې نېټې پورې به نړۍ ته د چيني ديپلوماتانو کتنې په نامه د عکسونو ٤م نندارتون د چين په بېجينګ د پلازمېنې په موزيم کې تر سره شي. تر هغه وخته پورې به د څه باندې ١٥٠ غوره عکسونو له لارې بېلا بېلو ټولنو ته د چيني ديپلوماتانو کتل شوي شيان او احساسات څرګند شي.

د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به په وړيا توګه عامو وګړيو پر مخ خلاص وي. نړۍ ته د چيني ديپلوماتانو کتنې په نامه د عکسونو نندارتون د چين د خارجه وزارت لخوا تشکيلېږي چې درې دورې يې جوړ شوي دي.

(سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای