CRI Online

عمومي پېژوندنه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-15 16:17:21

سږکال کې اته دېرش کلن ښاغلي ليو هوا د يوه شخصي هوټل او يو دوکان خاوند دی او مرغلرې، بلورين شيان پلوري. يو کال دمخه، هغه هم د های نان ولايت په سايا ښار کې د تيان يا های جياو په نامه مشهور سيلانيز ځای ته نژدې د سمندري خوراکونو يو دوه پوړيز رستورانت خلاص کړ چې هره ورځ يې نژدې يو زر مشتريان راجلبول، تيان يا هاي جياو په چيني ژبه د ځمکې د څنډې مانا لري.

ليو هوا نه يوازې يو غوره سوداګر دی، بلکې هم د هوی قوم يو پرهېزګاره مسلمان، هره ورځ به څومره بوخت وي، هغه به پروخت کارونه پريښدي او د مکې شريفې په لور پنځه ځله لمونځ ادا کوي. هرکال کې هغه د خپلو عايداتو څلورمه برخه بېوزليو مسلمانانو ته زکات ورکوي. هغه وايي پلان لرم چې راتلونکي کال به د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته لاړ شم چې د يوه مسلمان په توګه په ټول عمر کې د شتمن مسلمان لپاره تر ټولو مهمه دنده زه هم دا فريضه بشپړه کړم.

په چين کې زياتره د هوی قوم وګړي د چين په شمال لويديځ کې اوسيږي، خو ښاغلي ليو هوا د چين په جنوبي څنډه کې د های نان ولايت په سايا ښار کې ژوند کوي. اوس د ليو هوا په شان څه باندې اوه زره او پنځه سوه تنه د هوی قوم مسلمانان په سايا دغه سيلانيز ښار کې ميشته دي. په سايا ښار کې چې نژدې پنځه لکه تنه نفوس لري، دوی نسبتاٌ لږکی قوم دی چې په عمده توګه يې د سايا ښار د فنګ هوانګ علاقه دارۍ په هوی هوی او هوی سين دواړو کليو کې ژوند کوي.

ښاغلي ليو هوا په دې پوره خبر نه دی چې خپل نيکه ګان يې ولې له نورو مسلمانانو څخه جلا شوي او سايا ښار ته چې هان، لي او مياو قومونه هم استوګنه کوي، د دايمي ژوند لپار په کډه دلته راغلل . د تېرې پېړۍ له لومړيو وختونو څخه د جرمني، جاپان، بريټانيا، فرانسې او داسې نورو هيوادونو ځينو کارپوهانو په سايا ښار کې د ميشت شويو هوی قوم مسلمانانو د سرچينې، تاريخ او کلتور په هکله ډيره علاقه ښودلې او څيړنيزه نتيجه يې ترلاسه کړه چې د چين د تانګ امپراتورۍ په دوره کې های نان ټاپو د چين او بهر ترمنځ د عطرونو او وريښمو د معاملو په هکله د سمندري لارې حتمي ځای و. يو شمير عربي او د فارس مسلمانان د سوداګرۍ لپاره چين ته ننوتلي او په سايا کې يې دايمي ژوند لپاره پاتې شوي و، او بيا وروسته د سونګ او يوان امپراتورۍ په دورو کې يو شمېر ويتنامي مسلمانان هم سايا ته راغلي چې د مسلمانانو کلي ګام پرګام جوړ شوي دي.

د شلمې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د هان نان ټاپو په پنځو ځايونو کې د مسلمانانو مقبرې پيدا شوې، د چيني لرغون پيژندونکو د پلټنې له مخې په سايا ښار کې د مسلمانانو د اوسېدو تاريخ لرغونی دی.

 

ځايي اقتصاد

د اوومې لسيزې مخکې ځايي مسلمانان په عمده توګه په کب نيولو او سبزيو کرلو لګيا وو، د سايا ښار د سيلانيو په چټک پرمختګ سره دوی سوداګريز فرصتونه نيولي دي . اوس نژدې ټولې کورنۍ د سيلانيو په سوداګرۍ کې برخه لري، مثلا د سيلانيز ترانسپورت،زرګري، د ځايي ځانګړيو توليداتو او سيلانيزو جامو توليدل او پلورل دي، دغه راز د سبو، مېوو او چای پلورل هم . د فنګ هوانګ ولسوالۍ مشر وايي چې اوس د سايا ښار د بزګرانو د هرتن په سر کلني عايدات څه باندې ٨٥٠٠ يوانه (څه باندې ١٣٥٠ امريکايي ډالره ) دي، خو د هوی قومي وګړيو د هر تن په سر کلني عايدات تر دې شمېر ٢٠٠٠ زره زيات دي، نو دوی په سايا کې د تر ټولو شتمنو بزګرانو په توګه ګرځيدلي دي.

د سايا ښار له هوی قومي کليو نه د ليدنې په بهير کې ځايي ښځينه مسلمانانې پر خبريالانو باندې ډېرې ژورې خاطرې پاتې شوې دي. که چېرې وي، دوی د ډېرې توجه وړ وي. د لارې کوڅې پر غاړه هوی قوم سپينږيرې چې arecaفوفل پلوري او د سمندري پر غاړه مرغلې پلورونکي هوی قومي پېغلې ليدل کېږي، کله چې کليو ته ننوزې د ډوډۍ خوړلو ميزونو ته ناستې د هوی قوم ښځې لېدلې شی د سايا ښار د هوی قوم ښځې ډېرې ځيرکې او هوښيارې دې او په سوداګرۍ کې ډېر لوی لاس لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای