CRI Online

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس

cri     (GMT+08:00) 2013-07-05 16:17:56

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين خلکو د هېواد پالنې يوه داسې واحده جبهه ده ،چې د چين هېواد د مختلفو ټولنو او ګوندونه څخه جوړه شوې او د چين کمونست ګوند يې مشري په غاړه لري

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين دولت سره همکاريز او په سياسي مشورو کې يو ډېر مهم ارګان دی،چې دچين هېواد په سياسي ژوندانه کې د سوسيالېستې ډېموکراسۍ رول لوبوي،چې همدغه لار د چين هېواد د پرمختګ لپاره خوارا ارزښت لري. د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په خپله لمنه کې د ډېموکراسۍ او يووالي موضوعات رانغاړي،چې همدغه دوه يې دوه لوی او ار(اصلي)موضوعات دي.

د چين ولسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه د چين دکمونست ګوند په مشرۍ د چين هېواد ټولو ډېموکراتېکو ګوندونو،ولسي سازمانونو ،غير ګوندي شخصيتونو،مدني ټولنو ، بېلا بېلو اقليتونو، د هنکانګ،مکاو او تايوان د ځانګړو سېمو له استازو څخه جوړيږي ،چې د ماموريت موده يې پنځه کال ده.

له دولت څخه ډېموکراتيکه څارنه، او د دولت په سياسي چارو کې برخه اخېستنه دچين سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې او سېمېزو کمېټو عمده دندې ګڼل کيږي.

د سياسي مشورو ورکولو څخه موخه داده ،چې د يادو کمېټو غړي د دولت د سترو سياستونو او پالېسيو د جوړېدو په وړاندې او همدا رنګه د دولت او د سېمو (محلاتو) په اړوند په سياسي ،اقتصادي،کولتوري او په ټولنيز ژوندانه کې د اړينو تصميمونو د عملي کولو په بهير کې رامنځته شوو خنډونو او ستونزو په وړاندې سلا مشورې کوي.

د ډېموکراتېک نظر په اصطلاح : د هېواد اساسي قانون او نور قوانين پلي کول د څېړنې لاندې وي او همدا رنګه هر ډول وړاندېزونه او نېوکې د هېواد په سترو سياستونو او پالېسيو په پلي (تطبيق)کولو، دولتي ارګانونه او کار کوونکي يې تر نظارت او څارنې لاندې وي. په دولتي او حکومتي چارو کې د ملي کمېټې او د سېميزو (محلي) کمېټو استازو په برخه اخېستنه کې د هېواد په سياسي ،اقتصادي،کولتوري او ټولنيز ژوندانه کې دخلکو د علاقې او پاملرنې وړ مسلو په څېړلو او پلې (تطبيق)کولو لاس پورې کوي او حکومت ته دخلکو حالات او نظريات څرګندوي او بيا د يادې کمېټې مشرتابه واکمن کمونست ګوند دغه ټول وړاندېزونه او نظريات د يو وړانديز په بڼه دولتي ارګانونو ته وړاندې کوي.

د يادونې وړ ده ،چې په 1949 زېږديز کال د سپتمبر په مياشت کې د چين سياسي مشورتي کنفرانس په لومړی ناسته کې د چين د ملي ولسي کانګريس پر ځای دا دنده تر سره کړه ،چې د ټولو خلکو د ارادو په استازيتوب يې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو اعلان د خلکو دا مهمه غوښتنه يې ترسره کړه. او دچين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دغه دنده په ١٩٥٤ زېږديزکې د چين د لومړني ملي ولسي کانګرس په جوړېدو سره پای ته ورسېده ،مګر اوس هم ياد کنفرانس په چين کې د ډېرې پراخې وطن دوستی د يوې متحدې جبهې د موسسې په توګه ساتل شوی دی او د هیواد په سياسي او ټولنيز ژوند له بهرنيو هېوادونو او سېمو سره د دوستانه اړيکو په فعاليتونو کې يې ډېر زيات ګټور کارونه کړي او ستر خدمتونه يې سرته رسولي او رسوي يې.

د ٢٠٠٤ زېږديز کال د مارچ مياشتې پورې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د نړۍ د ١٠١ هېوادونو ،له ١٧٠ اړوندو ارګانونو او ٨ نړېوالو او سېميزو موسسو سره اړيکې ټينګې کړي او ورسره يې په ډېره دوستانه توګه راکړې ورکړې کړي دي.

(جان روان ځاځی)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای