CRI Online

په افغانستان کې د چين له سفير دنګ شي جون سره مرګه

cri     (GMT+08:00) 2013-10-22 18:02:51

 


په کابل کې د چين سفيرد چين له نړيوالې راډيو سره په خبرو کې وويله هېواد يې چمتو دي د اقصادي مرستو تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې هم له افغانانو سره مرسته وکړي. دنګ په هغه غونډه کې چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ د چينايي څانګې محصلينو د مقالو لوستلو په يوه سيالۍ کې خبرې کولې وويل، چين د افغانستان تاريخي ګاونډي دي چې سوله او امنيت يې نه يوازې پر چين بلکه د سيمې پر نورو هېوادونو هم نيغ په نيغه اغيز لري نو ځکه چين په دغه هېواد کې سوله غواړي. د چين سفير همداراز وويل، چې د سولې له ټولو هغه هڅو ملاتړ کوي چې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کيږي د د چين سفير همداراز زياته کړه چې چين د افغانستان په نړيوالو او سيمه ايزو موضوعاتو کې برخه لري او راتلونکې کال به د چين حکومت د استامبول د پروسې د وزيرانو څلورم کنفرانس کوربه وي، کوم چې د افغانستان په موضوع ترکيز کوي. سفير له افغانستان د بهرنيو ځواکونو له وتلو ورسته په سيمه او افغانستان کې د چين د رول په اړه وويل، چې هېواد يې د يو سوليز دريځ پلوي کوي. په دغه جوړه شوې سيالۍ کې د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ د چينايي څانګې نجونو او هلکانو محصلينو په چينايي ژبه بېلا بېلې مقالې ولوستلې او په زړه پورې مقالو د چين سفارت له لوري بېلا بېلې ډالۍ هم ترلاسه کړي. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ اړوند په چينايي څانګه کې نږدې سل تنه نجونې او هلکان په زده کړه بوخت دي. سفير دينګ ژيون د چين له نړيوالې راډيو سره په مرکه کې وويل، چېن ليواله دي چې د افغانستان په اقتصاد کې پراخه ونډه ولري، دده په خبره هېواد يې د کانونو، نفتو او وريښمنو د لارې په برخه کې تر اوسه د پانګونې پرېکړې کړې، خو په نورو برخو کې به هم چينايي سوداګر پانګونې ته وهڅوي. ده د يوې پوښتنې په ځواب کې چين هېواد ته د افغان ولسمشر کرزي د ورستي سفر په اړه وويل: (( زه په خپله په دغه سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره ملګري وم، دغه سفر خورا له لاسته راوړنو ډک وو او ښاغلي کرزي د چين له ولسمشر سره ژورې او مهمې خبرې وکړې چې يوه ښه لاسته راوړنه ده.)) چين د لوګر په ولايت کې د مسو عينکو د کان د را ايستلو پروژه د داوطلبۍ له لارې ګټلې او دا مهال يې لومړنۍ چارې پيل شوې، خو بشپړې چارې به يې په راتلونکې کې پيل شي. سفير ژيون دغه پرژوه د افغانانو د اقتصادې ودې ته مهمه وبلله، خو له امنيتي ستونزو يې شکايت وکړ. دي وايي د مسو عيکنو د پروژې پر وړاندې يوازيني ستونزه امنيت ده، خو تر څنګ يې کان ته څېرمه د کيندنې پر مهال تاريخي شتمنۍ هم پيدا شوې چې چينيايي کمپنۍ ونه غوښتل هغه شتمنۍ خرابې شي او اوس يې د ژغورولو کار روان دي چې په پاي ته رسيدو سره به يې د کان را ايستلو نور چارې هم پيل کړي دچين سفير په اقتصادي برخه کې تر ٢٠١٤ کال ورسته له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه وکړه او خپلې تېرې مرستې يې هم يادې کړې. دي وايي چېن په کابل کې د جمهوريت روغتون، بيلا بېلاښوونځي، د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ کې چينايي څانګه او د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې کار کړي او د افغانستان د بياروغونې د پروسې کلک ملاتړي هېواد دي. ژيون همداراز زياته کړه: (( تېره مياشت په قزاقستان کې د چين جمهور رئيس د د وريښمو د لارې د بيا ژوندي کولو په برخه کې د يو اقتصادي کمر بند د جوړولو وړانديز وکړ ددغه وړانديز له مخې اروپا او اسيا د اړيکو د پراختيا او ټينګښت لپاره په ګډه لا زيات کار کولي شي.)) ده په ټوله کې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د بهرنيو په ځانګړي ډول د چينايي پانګه والو لپاره امنيتي زمينه برابره کړي ترڅو چينايي پانګوال په افغانستان کې لا زياته پانګونه وکړي. دينګ ژيون د مرکې په ورستۍ برخه کې د وريښمو د لارې په اړه وويل: (( تېره مياشت قزاقستان کې د چين جمهور رئيس د ابريشمو د لارې د يو اقتصادي کمر بند د جوړولو وړانديز وکړ، دا يو مهم اقتصادي وړانديز و چې له مخې يې اروپا او اسيا په ګډه کار او د دې سيمې ټول هيوادونه ورڅخه ګټه پورته کولاى شي دغه کمربند پنځه برخې لري چې د هيوادونو تر منځ د پاليسيو د اړيکو په قوي کول، د سرکونو د نښلول، د سوداګرۍ لپاره اسانتياوې، د څار پراختيا او د د خلکو تر منځ د راکړې ورکړې زياتول په کې شامل دي.))

دا چې تر کومه بريده پورې چين د افغان سولې په برخه کې مرسته کولاى شي او کوم اړين کارونه بايد تر سره شي چې د چين او افغانستان تر منځ سياسي فرهنګي او اقتصادي اړيکې نورې هم قوي شي په دې اړه مو له افغان ژورناليست قريب الرحمان شهاب سره خبرې کړې چې په ګډه به ورته غوږ شو

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای