لوی سفير دنګ شي جون او د کابل پوهنتون مرستيالې پوپلزۍ د سيالۍ له پيل مخکې په جلا جلا توګه له دوستۍ او خوښۍ څخه ډګه وينا وکړه. سفير دنګ په خپله وينا کې وويل چې چيني اميد نه يوازې د ملي سمسورتيا، د هېواد د ځواکمنتيا او شتمنۍ او د خلکو د نيکمرغه ژوند په اړه د چينايانو هيله ده، بلکې د سولې، ارامۍ او سمسورتيا د موندلو په اړه د افغان اميد سره هم نښتې ده. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ځوانان دې د ښې راتلونکي د ابادۍ لپاره يو بل ته لاس ورکړي، او د کابل پوهنتون د کنفوسوس پوهنځي سمسور پرمختګونه دې تر لاسه کړي او د افغانستان لپاره دې لا زيات غښتلي استعداد لروونکي کسان وروزي.
د کابل پوهنتون مرستيالې پوپلزۍ په خپله وينا کې له کنفوسوس پوهنځي سره د چيني حکومت، په افغانستان کې د چين د سفارت او اړوندو خواوو ملاتړ څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې زده کوونکي او ښوونکي د دې پوهنځي د پرمختګ لپاره ډېر کوښښونه وکړي.
اوو زده کوونکو د کنفوسوس پوهنځي د انتخاباتي ازموينې له تېرولو وروسته په ياده سيالۍ کې ګډون و کړ. بېلا بېلو ګډونکوونکو سيالۍ ته د تياري نيولو زياتې چارې تر سره کړې وې. د سيالۍ ګډونکوونکو په چيني ژبه د چيني اميد په عنوان د چيني ژبې د زده کړې تجربو، د افغانستان او چين ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او د چيني او معلوماتو پر بنسټ خپل چيني اميد او د دوي په زړو کې ښکلی چين بيان کړ . دوي په خپلو ويناوو کې د چين په اړه زړه هوس او د دواړو هېوادونو د ښه راتلونکي لپاره برکت څرګند کړ او هيله يې وښوده چې په ښه توګه به د چيني ژبې زده کړه وکړي، تر څو د چين او افغانستان ترمنځ د کلتوري تګ راتګ او دوستانه همکارۍ پل وګرځي. کتوونکو د ګډونکوونکو زړه وړونکو ويناوو ته چکچکۍ وکړې.
دغه فعاليت د دوستۍ خوشالۍ او همغږۍ په فضا کې ترسره شو. په پای کې د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي د څلورم ټولګي محصلينو محمد مهدي انوري او نجيبالله لومړی مقام وګټه. سفير دنګ شي جون او د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس اسلام ټولو جايزه ګټونکو ته جايزې ورکړې او له دوي سره يی عکسونه هم واخيستل.
له دغه فعاليت وروسته د چين سفارت ټولو مېلمنو ته مېلمستيا چمتو کړې وه. د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځی د ٢٠٠٨کال په جنورۍ مياشت کې جوړ شو ،دغه په افغانستان کې لومړنی کنفوسيوس پوهنځی دی چې تر اوسه پورې له دغه پوهنځي څخه ١٧٤ زده کوونکي فارغ شوي دي او ٥٠ تنو محصلينو د چين په مرستو سره په چين کې زده کړه کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |