CRI Online

چين ته د حامدالله ناصري سفر

cri     (GMT+08:00) 2013-11-15 23:21:30

اوومه ورځ ( د اکتوبر په ١٥مه نېټه ): لوي ديوال او د اولمپيک جمنازيوم

بلې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او زه د چين په لوي ديوال کې يم،دا زما په ژوند کې دويم اختر دی چې له هيواده بيرون يې تيروم ،په ۲۰۰۹ م کال کې زما له کوره بيرون لومړی ‎اختر د امريکا په واشنګټن کې وو ‎‎خو زه په هغه ورځ خوشاله نه وم او د خفګان احساس مې کاوه اوس چې په چين کې دويم د مسافرۍ اختر تيروم او په لوی ديوال کې يم د نړۍ په تاريخي شهکار او له ښکلا ډکې سيمې کې نو ډير د خفګان احساس نه کوم

خو بيا هم د استاد اولمير په سندره

دا زمونژ زيبا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا افغانستان دی


1 2 3 4 5 6
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای