CRI Online

اشرف غني احمدزی

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 21:30:54
اشرف غني احمدزی شپيته کلن پښتون دی، چې د کابل سوېل لوګر ولايت کې زيږېدلی. هغه بيروت کې امريکايي پوهنتون، کولمبيا او نيويارک کې لوړې زده کړې کړې دي او د خلکو پېژندنې برخه کې يې دوکتورا اخيستې ده.

ښاغلی احمدزی د حامد کرزي حکومت کې د امنيت برخې د "افغان جوړونې" له مهمو طراحانو څخه دی. هغه په ټاکنو کې عبدالرشيد دوستم او سرور دانش د لومړي او دويم مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.

احمدزي څو کاله په نړيوال بانک کې کار کړی او په رسنيو کې د افغانستان د مسائلو د کارپوه په اړه ډېر مشهور و.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو دغه نوماند د ٢٠٠١ له اکتوبر راهيسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي سلاکار و، او خپل کار يې افغانستان کې پيل کړی و.

احمدزي لا څو مياشتې پخپل کار کې نه وې پوره کړې، چې د ولسمشر حامد کرزي جګپوړی سلاکار وټاکل شو. همدارنګه، له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د همغږۍ د ادارې مشر هم پاتې شوی.

ښاغلي احمدزی د حامد کرزي د پاچاهۍ په لنډمهاله اداره کې د ٢٠٠٢ په جون کې د ماليې وزير وټاکل شو، او د ٢٠٠٤ تر سپتمبر پورې د ماليې وزيير پاتې شو.

هغه په ماليې وزارت کې اصلاحات پيل کړل چې په دې برخه کې يې يولړ لاسته راوړنې هم درلودې؛ خو بيا وروسته نوموړی په دې کار کې له مخالفتونو سره مخامخ شو.

ښاغلی احمدزی د ١٣٨٣ لمريز کال له ولسمشريزو ټاکنو وروسته د افغانستان کابينې ته لار ونه مونده، خو د کابل پوهنتون رييس وټاکل شو. بيا دوه کاله وروسته يې له دې پوسته پر ولسمشر حامد کرزي نيوکې پيل کړې.

هغه په حکومتي ادارو کې د فساد موجوديت او د ولسمشر کرزي د پروګرامونو ناکامي د کمزوري مديريت لامل وباله.

اشرف غني احمدزی په ٢٠٠٩ کال له افغانستانه د کوفي عنان پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پوست ته معرفي شو، خو د اوسني عمومي منشي بان کي مون پروړاندې يې ماتې وخوړه.

هغهد ١٣٨٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر حامد کرزي پروړاندې سيالي وکړه، خو ډېرې پام وړ رايې يې ترلاسه نه کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای