په ټاکنو کې احمد ضياء مسعود او حبيبه سرابي د هغه لومړی او دويم مرستيالان دي.
زلمی رسول په پښتو، دري، فرانسوي، انګليسي او ايټالوي ژبو خبرې کولی شي او له عربي ژبې سره هم اشنا دی.
هغه په ٢٠٠١ کال د افغانستان په اړه د بن لومړي کنفرانس کې ګډون کړی و، چې په لړ کې يې لنډمهالی حکومت جوړ شو.
نوموړي يو له هغو کسانو و، چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدا وروسته له حامد کرزي سره کابل ته راغی.
د نوي حکومت له جوړېدا وروسته، ښاغلی رسولپه ٢٠٠٢ کال د هوايي چلند وزارت لپاره ونومول شو، چې د کابينې د رايو په اتفاق دا کار وشو.
په ٢٠٠٢ کال يې د لنډ وخت لپاره د هوايي چلند وزارت پرڅوکۍ کار کړی، بيا تر ٢٠١٠ کال پورې د افغان ولسمشر امنيتي سلاکار پاتې شوی.
د ٢٠١٠ په جنورۍ کې حامد کرزي زلمی رسول د بهرنيو چارو وزارت ته ونوماوه او ملي شورا ته يې معرفي کړ، چې د رايو په اکثريت د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو.
ښاغلی رسول په تېرو دوولسو کلونو کې د ارګ د ننه د افغان ولسمشر حامد کرزي له نژدې کسانو څخه و، چې په زياترو سفرونو کې له هغه سره ملګری و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |