CRI Online

عبدالرحيم وردګ

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 21:32:30

د افغانستان د دفاع مخکنی وزير جنرال عبدالرحيم وردګ په وردګو ولايت کې زيږېدلی، چې ٦٨ کاله عمر لري. هغه د افغانستان پوځي اکاډيمي لوستې ده او بيا يې نورې پوځي زده کړې په امريکا او مصر کې کړې دي.

عبدالرحيم وردګ په راتلونکو ټاکنو کې عبدلاحمد افضلي او سيد حسين انوري د لومړي او دويم مرستيال په توګه ټاکلي.

تېر کال ښاغلي وردګ ته د کاناډا د پوځي پوهنتون له خوا په پوځي علومو کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوه.

پر دغه څلورستوريزه جنرال څو ځلې د مرګ بريدونه شوي، خو روغ رمټ ترې وتلی دی.

جنرال وردګ په ٢٠٠٤ کال تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته، د حامد کرزي له خوا د دفاع وزير وټاکل شو. بيا د ٢٠١٢ سپتمبر کې د پارلمان تر استيضاح وروسته بې واکه شو او له دفاع وزارت هم ووت.

ښاغلي وردګ يوکال مخکې د حامد کرزي د جګپوړي دفاعي او پوځي اصلاحاتو برخه کې د سلاکار په توګه کار پيل کړ، خو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د نومليکنې لپاره له خپل دغه مقامه هم استعفا وکړه.

د مخکني شوروي اتحاد د جګړې پرمهال، جنرال وردګ د جهادي ګوند ملي محاذ يو قومندان و.

جنرال وردګ په اتيايمه لسيزه کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شوروي ځواکونو پروړاندې د ځينو پوځي عملياتو مشري پرغاړه لرله.

د برهان الدين رباني په مشرۍ د مجاهدينو د حکومت تر راتلو وروسته، ښاغلی وردګ د افغانستان د پوځ لوی درستيز وټاکل شو.

د ٩٠ لسيزې وروستيو کې ښاغلی وردګ د افغانستان د مخکني پاچا محمد ظاهر شاه د نژدې سياسي ډلې غړی و، چې د ٢٠٠١ کال د بن کنفرانس کې د همدې ډلې د غړي په توګه يې ګډون کړی و.

ښاغلی وردګ پښتو، دري، او انګليسي پوهېږي، چې په پوځي چارو کې يې يو شمېر مقالې هم خپرې شوې دي.

جنرال وردګ واده کړی او درې زامن لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای