په ټاکنو کې یو کاندید هم بریالی اعلان نه شو، همدا وو چې د ټاکنو کمیسیون کرزی او عبدالله د ټاکنو دویم پړاو ته پرېښودل، خو عبدالله په دې پلمه له دویم ځل ټاکنو په شا شو، چې ګني ټاکنې رڼې نه وې. په پایله کې کمیسیون حامد کرزی بریالی اعلان کړ.
په مخکنیو ټاکنو کې عبدالله د پارلماني نظام ډېرې چیغې ووهلې، چې په وینا یې ریاستي نظام د فساد لامل بللی و. هغه ویلي وو، که چېرې ولسمشر شي، د افغانستان اساسي قانون به بدل کړي، خو داسې ونه شول.
د ۱۳۸۹ کال له ټاکنو وروسته، د عبدالله ایتلاف نوم بدل شو او په ملي ایتلاف بدل شو، چې ځینې نورکسان هم ورسره یوځای شول.
عبدالله په راتلونکو ټاکنو کې محمد خان او محمد محقق خپل لومړی او دویم مرستیالان ټاکلي.
عبدالله له پښتون پلار او تاجک مور په ۱۳۳۸ کال کابل کې پیدا شوی دی.
د هغه پلار غلام محی الدین خان زمریانی، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال په ملي شورا کې د کندهار ولایت انتصابي سناتور و.
عبدالله احمد شاه مسعد ته ډېر ژر ځان ورنژدې کړ، همدا وو چې د مجاهدینو له بریا او لنډمهالي حکومت جوړېدو وروسته له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵ پورې، هغه مهال چې احمد شاه مسعود د دفاع وزیر و، عبدالله د دفاع وزیر ویاند او د دفتر مشر و.
عبدالله د جرمني د بن له پرېکړې وروسته د لنډمهالې حکومت د بهرنیو چارو وزیر شو، په انتقالي دوره کې هم پر دې پوست پاتې شو.
خو له ۱۳۸۳ کال وروسته، ښاغلی عبدالله د حامد کرزي منتخب حکومت کې بیا لاره ونه مونده او له رسمي کارونو ګوښه پاتې شو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |