CRI Online

عبد رب الرسول سياف

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 21:34:23
عبد رب الرسول سیاف، یو له مخکنیو جهادي مشرانو دی، چې په تېرو دوو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د حامد کرزي ملاتړ کړی دی. هغه له څو پرله پسې غوښتنو سربېره بیا هم د حامد کرزي له سیاسي ټلوالې ملي جبهې سره یوځای نه شو.

اوس ښاغلی سیاف د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی، چې اسمعیل خان او عبدالوهاب عرفان یې د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

سیاف په ۱۳۵۸ کال د څرخي پله له زندانه تر خوشي کېدو وروسته، پاکستان ته ولاړ او هلته یې "د افغانستان د اسلامي اتحاد" په نامه ګوند جوړ کړ.

که څه هم هغه په لومړي سر کې له جمعیت ګوند سره کار پیل کړ، خو بیا وروسته یې ځان ګوښی کړ او د"افغانستان اسلامي اتحاد" ګوند یې جوړ کړ.

سیاف په مصر کې لوړې زده کړې کړې، چې تر ډېره د جهاد په کلونو کې د سعودي عربستان مالي ملاتړ ورسره و.

په ۱۳۷۱ کال د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط وروسته، له نورو افغان جهادي ګوندونو سره افغانستان ته راغی او د برهان الدین رباني په مشرۍ د حکومت له مهمو ملاتړو څخه و.

له ۱۳۷‍۱ تر ۱۳۷۴ کال پورې یې د کابل کورنیو جګړو کې مهم رول درلود، چې ګوند یې د عبدالعلي مزاري له جنګیالیو او د هغه له ګوند وحدت اسلامي سره مرګونې جګړې وکړې، چې د کابل لوېدیځ کې یې کابل ښاریان شاهدان وو.

د دغو دواړو ګوندونو ترمنځ په خونړیو جګړو کې، چې په لړ کې یې سلګونه بې ګناه ولسي وګړي ووژل شول، د کابل لوېديځ برخه پر کنډوالو بدله کړه.

کابل ته د طالبانو له رسېدو سره ښاغلی سیاف له احمد شاه مسعود سره له کابل پښې سپکې کړې او د کابل په شمال کې، هغه هم تریوه وخته د مسعود تر کنټرول لاندې سیمو کې دېره شول.

خو د طالبانو له راپرځېدو وروسته سیاف بېرته کابل ته ستون شو، د اساسي قانون په تړاو بېړنۍ لویه جرګه کې یې ګډون وکړ او بیا وروسته یې ولسي جرګه ته د کابل د خلکو د استازي په توګه لار ومونده.

دمګړۍ ښاغلی سیاف د "دعوت" په نامه یو خصوصي پوهنتون او تلوېزیون لري.

سیاف یو له هغو د ګوتو په شمار جهادي مشرانو څخه دی، چې د طالبانو پروړاندې سرسخته دریځ لري، چې د برهان الدین رباني د دویم تلین مراسمو پرمهال یې د ځانمرګو بریدونو پر حراموالي ټینګار کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای