CRI Online

عبدالقيوم کرزی

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 21:35:09
عبدالقیوم کرزی، د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي ورور دی. هغه په ۱۹۵۶ کال زیږېدلی، چې له پوپلزیو قوم سره تړاو لري.

ښاغلی کرزی د طالبانو له رژیم ړنګېدو وروسته، امریکا کې اوسېده خو د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له جوړېدو وروسته هېواد ته ستون شو.

قیوم کرزي له کندهار ولایته ولسي جرګې ته لار ومونده، خو د ډېرې ناسوبتیا او د جرګې د یوشمېر غړو د اعتراض له کبله یې د جرګې له وکالته استعفا وکړه.

ښاغلی کرزی د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ، پرسوداګریزو چارو هم بوخت دی.

ویل کېږي چې په وروستیو کلونو کې، ښاغلي کرزي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې د خبرو لپاره ډېره هڅه او هاند کړي دي.

ښاغلی کرزي په راتلونکو ټاکنو کې وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای