CRI Online

قطب الدين هلال

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 21:35:38
قطب الدین هلال د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب یو فعال غړی دی.

قطب الدین هلال په ۱۳۳۱ کال خوست ولایت کې زیږېدلی، او په پوځي او ودانیزو انجنیري برخو کې یې زده کړې کړي دي.

کله چې په ۱۹۹۳ کال ښاغلی حکمتیار د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر وټاکل شو، ښاغلی هلال د حکمتیار مرستیال شو. همدارنګه، د اسلامي حزب د بهرنیو اړیکو برخه کې هم تجربه لري.

ښاغلی هلال په ۲۰۰۳ کال د خیبر پښتونخوا پېښور شاوخوا کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د اړیکو لرلو او همکارۍ په تور ونیول شو.

کابل ته تر ستنېدا وروسته، ښاغلي هلال اعلان وکړ، چې له اسلامي ګوند سره هېڅ اړیکه نه لري، خو داسې رپوټونه هم وو، چې ګني د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند سره د پخلاینې ډېرې هڅې یې کړې دي.

نوموړی د افغانستان دفاع وزارت کې هم یوڅه موده کار کړی.

قطب الدین هلال عنایت الله عنایت او محمد علي نبي زاده په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل مرستیالان ټاکلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای