ښاغلی شیرزی په ۲۰۰۴ کال د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار والي وټاکل شو. هغه د ننګرهار په سمسورتیا کې ډېرې هڅې وکړې، ان تر دې چې په "بلدوزر" مشهور شو.
ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳ کال کندهار کې زیږېدلی. همالته یې درس ویلی، بیا د نجیب الله د حکومت پرضد له مجاهدینو سره یوځای شوی دی.
ګل اغا شیرزی د ملي محاذ غړی و.
پر دولتي او سیاسي چارو سربېره، ښاغلي شیرزي په وروستیو کلونو کې سوداګري هم پیل کړې ده.
په راتلونکو ټاکنو کې ګل اغا شیرزي سید حسین عالمي بلخي او محمد هاشم زارع د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |