ښاغلی سلطانزوی یوڅه موده په جرمني کې اوسېدلی. نوموړی پښتون دی.
هغه د ولسي جرګې په دوو دورو کې له غزني ولایت څخه د وکیل په توګه پاتې شوی، چې د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون مشري یې هم کړې ده.
خو وروسته تر هغه چې بیا یې جرګې ته لار ونه مونده، په یوه خصوصي تلوېزیون کې یې د "داود سلطانزوی" په نامه یو پروګرام مخته بوت.
ښاغلی سلطانزوی په وروستیو کلونو کې په نړیوالو او کورنیو رسینو کې د نظر د څښتن او کارپوه په توګه مطرح شوی دی.
هغه وړاندې د افغانستان د اریانا هوايي شرکت د یوه پیلوټ په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |