هغه خپل زیاتره ژوند له افغانستان بهر تېر کړی دی. په ۱۹۷۷ کال او د غويي له کودتا یو کال مخکې لندن ته ولاړ او هلته یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
ښاغلی نعیم په ۲۰۰۳ کال افغانستان ته راستون شوی، او د ظاهرشاه د ملاتړ په برکت یې په بېلابېلو حکومتي پوستونو کار کړی.
پر همدې مهال، نادر نعیم د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې له سیاسي چاپېریال لیرې په سوداګریزو چارو ځان بوخت ساتلی دی. خو په ۲۰۱۳ کال یې په ټاکنو کې له نوملیکنې وړاندې د افغانستان د خلکو غږ تحریک په نامه ګوند جوړ کړ.
ښاغلي نعیم په راتلونکو ټاکنو کې محمد اکبر او عزیزالله پیام، چې دواړه ناپېژندل شوې څېرې دي، د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |