CRI Online

هدايت امين ارسلا

cri     (GMT+08:00) 2014-04-03 21:38:22
هدایت امین ارسلا ۶۸ کلن دی، په قوم پښتون او کابل کې دې نړۍ ته راغلی دی.

هغه د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په موقته او انتقالي اداره کې فعال و. هغه د افغانستان په تېرو دوو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړی و. خو یوازې درې زره رایې یې اخیستې وې.

په راتلونکو ټاکنو کې ښاغلي ارسلا ‎، له نشه يي توکو سره د مبارزې مخکنی وزیر جنرال خداداد او د ولسي جرګې مخکنۍ غړې صفیه صدیقي لومړی او دویم مرستیالان ټاکلي دي.

هدایت امین ارسلا ښوونځی کابل کې لوستی او لوړې زه کړې یې د امریکا الینویز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې سرته رسولې دي. ښاغلی ارسلا په اقتصاد کې له جورج واشنګټن پوهنتون دوکتورا هم لري.

هغه په ۱۹۶۹ کال په لومړي ځل د یوه افغان کارکوونکي په توګه په نړیوال بانک کې دنده پیل کړه او ټیک اتلس کاله د دغه بانک مامور و.

ښاغلی ارسلا په ۱۹۸۷ کال له نړیوال بانک سره کار پرېښود او له مجاهدینو سره یوځای شو. په ۱۹۸۹ کال تر ۱۹۹۲ کال پورې ارسلا پاکستان کې د مجاهدینو د حکومت د مالیې وزارت ته لار ومونده.

په ۱۹۹۳ کال، ښاغلی ارسلا د مجاهدینو د بهرنیو چارو وزارت کې هم پاتې شوی، خو لږ موده وروسته له دې وزارته هم وتلی.

د طالبانو له تحریک ړنګېدو وروسته، هدایت امین ارسلا په بن کنفرانس کې د سوداګرۍ د وزیر او د کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې د ولسمشر د مرستیال په توګه معرفي شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای