CRI Online

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د غونيې لنډه ورپېژندنه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-19 11:08:17
د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور غونډه د امنيت په اړه يو څو اړخيز فورم دی او مرام يې د برخه ايزو اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اعتماد پياوړی کول دي . د څلورمې دورې غونډه د مۍ په شلمه او يو ويشتمه نېټه د چين په شانګهای ښار کې جوړېږي .

د قزاقستان ولسمشر نظربايف د ١٩٩٢ کال په اکتوبر مياشت کې د م م د ٤٧ عمومي غونډه کې د لومړي ځل لپاره په ټوله اسيا کې د سيمه ايز امنيت او همکارۍ سازمان د جوړولو وړانديز وکړ څو چې د بېلابېلو هېوادونو د پوهانو او مشرانو ترمنځ د اسيا او يا د اروپا او اسيا د سولې او امنيت په کله د بحث له لارې د اسيايي هېوادونو په منځ کې ديالوګ او مشوره پياوړی شی ، خپلمنځي بدتفاهم ، مقابله او شخړه لېرې شی ، د سيمې ثبات او ارامی وساتل شی څو چې مخامخ شوي ستونزې حل ، په اسيا کې د امنيتي ضمانت نظام جوړ او د سيمې اقتصادي پرمختيا او ټولنيزه سوکالی رامنځته شی ، دغه راز دا پېشنهاد يې هم وکړ چې د سيمې د امنيت او همکارۍ غونډې نوم د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د غونډې په نوم بدل شی.

د ٢٠١٣ کال تر مارچ مياشتې پورې ياده غونډه لاندني ٢٤ غړي هېوادونه لری : چين ، افغانستان ، اذربايجان ، مصر ، هند ، ايران ، اسرائيل ، قزاقستان ، کرغيزستان ، مغولستان ، پاکستان ، فلسطين ، روسيه ، تاجکستان ، ترکيه ، بحرين او کمبوديا ، ديارلس کتونکي هېوادونه ( هېوادونه او يا نړيوال سازمانونه ) دا دي : بنګله ديش ، اندونيزيا ، سريلانکا، فلپين ، جاپان ، ماليزيا ، قطر ، اوکراين ، امريکا ، د ترکي ژبې ويونکو هېوادړنو پارلماني غونډه ، م م ، د اروپا امنيتي سازمان او عرب ليګ .

د ٢٠٠٢ کال د جون په څلورمه نېټه د يادې لومړۍ غونډې ولسمشرانو د قزاقستان په مرکز الماالتا کې د يوې جلسې په ترڅ کې د اسيا د سولې ، امنيت او ثبات د پياوړتيا په غرض د الماالتا لاسوند او د ترهګرۍ د لېرې کولو او د متمدن ديالوګ د پياوړي کولو اعلاميه صادره کړه .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای