CRI Online

د بو او اسيايي فورم لنډه پېژندنه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 08:59:32
دغه فورم په ١٩٩٨کال کې د هغه وخت فليپينی ولسمشر فيډل ولديز راموس، د استراليا د وخت صدراعظم بوب هوکي او د جاپان د هغه وخت لومړي وزير موريهيرو هوسوکاوا له خوا وړاندې شوی او د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په ٢٧مه نېته په رسمي توګه جوړ شوی و. د دغه فورم دايمي مقر د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې پروت دی. د ٢٠٠٢ کال راهيسې د دې فورم کلنۍ غونډه هر کال په ټاکلی وخت په بو او ښار کې تر سره کيږي.

د بو او د اسيا فورم د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی او د نړيوالو پراخه پاملرنه يې جلب کړې ده. دغه فورم د اسيايي او نړيوالو چارو په هکله د اسيا او نورو لويو وچو د حکومتي، صنعتي، تجارتي او علمي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو او د نظريو د تبادلې د لوړ پوړې صحنې په توګه ګرځېدلی دی. دغه فورم تل د سيمه ييز اقتصاد د اتحاد له لارې د اسيايي هېوادونو د ګډو پرمختګونو په هڅه کې دی.

د دغه فورم موخه د اسيا او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي مرستی، همغږی او ژورې اړيکې دي. فورم د حکومتونو، تصديو او کارپوهانو لپاره د اقتصاد، ټولنې، چاپريال او نورو چارو په هکله د لوړې کچې د خبرو اترو فرصت برابروي او له سياستوالو، سوداګرو او علمي کارپوهانو سره د اړيکو د شبکې په کارولو سره د فورم د غړيو ترمنځ او د غړيو او نورو همکارانو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره زمينه برابروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای