د سي ار ای راډيو اوس په پنځه شپيتو چيني او بهرنيو ژبو نړيوالو اوريدونکو ته بېلا بېل پروګرامونه خپروي چې د راډيوګانو، ټلويزيونونو، ورځپاڼو، وېبپاڼو او ګرځنده ټليفونونو له لارې راډيويي پروګرامونه، نوي خبري رسنۍ، ورځپاڼې او مجلې، د فلمونو ژباړي او پر وېبپاڼه د ويډيوخپرولو پنځه لويې مهمې چارې تر سره کوي.
د سي ار ای راډيو د CRI ON LINE وېب پاڼه په چين کې په مشهوره او ډېر کتل کېدونکې وېبپاڼه کې شامله ده. پر وېبپاڼه پر ليکه شويو خپرونو، رپورټونو، تبصرو، مقالو او خپرونو شمېر يې په چين او نړۍ کې لومړی ځای نيسي او د کارېدونکيو ژبو شمېر يې په چين کې لومړی او په نړۍ کې دوهم ځای نيسي. د امريکا د اليکسا وېبپاڼې د ارزونې له مخې د پېژندنې اندازې له پلوه د CRI ON LINE وېبپاڼه د نورو هېوادونو د نړيوالو راډيوګانو له وېبپاڼوڅخه مخکې او په سر کې ولاړه ده.
په سي ار ای راډيو کې د راډيويي خبرونو ( NEWS RADIO) او انګليسي خپرونې ( EASY FM) په شمول پروګرامونه د بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو، شن جن او شين يانګ په ګډون په څه دپاسه لسو لويو او منځنيو ښارونو کې هره ورځ په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې اوريدونکو ته په کې تازه خبرونه، په نړيوالو تودو مسايلو تبصرې او عاميانه او ولسي موسيقي خپروي او د اوريدونکو د ډېرې خوښې وړ دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |