CRI Online

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې لنډه پېژندنه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-30 10:56:59
د چين نړيوالې راډيو په چوکاټ کې پښتو څانګه د ١٩٧٣ کال د جولای په پنځلسمه نېټه تاسيس او په خپرونو يې پيل وکړ او عمده دنده يې په افغانستان او پاکستان کې پښتنو او افغانانو ته په خبري ډګر کې خدمت کول، د کره معلوماتو برابرول او رسول دي. په تېرو يو څلوېښتو کلونو کې د سي ار ای راډيو پښتو خپرونو له لارې اوريدونکو ته د چين او نړۍ د مالوماتو د ورپيژندلو په برخو کې جدي کارونه کړي دي او په دې ډګر کې يې د اوريدونکو لوړې ستاينې هم تر لاسه کړې دي چې د رسنيو په لړ ليک کې د اوريدونکو د يوې صميمي او دوستانه رسنۍ په توګه يې لوړ مقام څرګند دی.

د ٢٠١١ کال تر پايه د پښتوڅانګې د لنډې څپې خپرونې د هرې ورځې په سهار شپږ نيم بجې، د ماښام په اووه او

اووه نيمو بجو دري ځلې دېرش دقيقه يي خپروني کوي. د پښتو څانګې د فعاليت په بهير کې، پر اېف اېم څپې د خپرونو پيلېدل يې د يوې بلې سترې کاميابۍ په توګه يادولی شو، د افغانستان په کابل کې د اېف اېم ١٠٢.٢ او په کندهار کې د اېف اېم ١٠٢.٢ له لارې پر ځايي وخت د هرې ورځې د سهار په اووه بجې او د ماښام په پنځو بجو، دوه ساعته خپرونې لري.

زموږ د پښتو څانګې د خپرونو محتويات له تازه چيني، نړيوالو او سيمه ييزو خبرونو او تبصرو پرته، د چين د سياسي چارو، اقتصاد، کولتور، سپورټ، هنر، په چين کې د مسلمانانو ژوند او سيلانۍ په اړه له لسګونو بېلا بېلو پروګرامونو څخه عبارت دي. بر سېره پردې، موږ اوريدونکو ته د لا ښه خدمت لپاره د موږ او اوريدونکي

تر سرليک لاندې خپرونه کې د اورېدونکيو پوښتنو ته ځوابونه او چيني ژبې لوست په نامه پروګرامونه هم ځای لري چې د اوريدونکي لوړه ستاينه يې تر لاسه کړې ده.

د پښتو ژبې وېبپاڼه د ٢٠٠٣ کال د دسمبر په اته ويشتمه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شوه چې په ټوله نړۍ کې پښتنو او افغانانو ته د خدمت لمن پراخه او ورسوله. لوستونکي نه يوازې په دغه وېبپاڼه کې اړوند محتويات اوريدلی او لوستلی شي، بلکې نور ځانګړي پروګرامونه او معلومات هم کتلی شي. دغه وېبپاڼې د فعاليت وخت راهيسې، د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې په ګڼ شمېر کې د پښتو مينه والو هرکلی جلب کړی دی.

بر سېره پردې، د چين نړيواله راډيو پښتو څانګه د ٢٠٠٥ کال له جون څخه د پښتو هنداره په نامه يوه رنګه دری مياشتنۍ کلتوري مجله هم چاپوي، تر اوسه د دې مجلې لسګونه ګڼې چاپ شوي او د لوستونکو لخوا په پښتو ژبه کې د چين په هکله په زړه پورې د غني معلوماتو په چاپ او وړاندې کولو سره د يوې معتبرې او باارزښته سرچينې په توګه بلل کېږي.

اوس مهال د چين نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې، لس تنه رسمي چيني کارکوونکي: زلمی، سپوږمۍ، غوټۍ، ډيوه ، هيله ،غاټول، ليلا، ياسمين، زرينه، شکريه او يو افغان کارکوونکی نقيب الله مل شته دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای