CRI Online

د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د چيني تمدن د سرچينو پيدا کول (په ۲۰۱۶ کال کې د ورېښمو لرغونې لارې علمي پېژندنه)

cri     (GMT+08:00) 2016-08-24 11:42:04

په ۲۰۱۶کال کې د ورېښمو لرغونې لارې علمي پېژندنې پروګرام چې په شينجيانګ کې د ورېښمو لارې په اړه د نړيوالې کلتوري خپرونې مرکز لخوا په لاره اچول شوی دی، د سپتمبر له لومړۍ نه تر ۱۰مې نيټې پورې به د چين په شينجيانګ کې ترسره شي. د دغه علمي فعاليت له لارې به پر کولون غره او د ژيړ سيند پر سرچينې سيسټماتيکه څېړنه وشي چې دا به په چين کې پر ميدان تر ټولو لوی علمي او څېړنيز فعاليت وي.

د علمي پېژندنې په علمي ډله کې به د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لرغونپوهنې څېړنيز مرکز، د بېجينګ پوهنتون، د چين د دولتي موزيم په شمول د زياتو څېړنيزو ارګانونو لسګونه عالمان او کارپوهان ګډون وکړي. دوی به د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د کولون غره د لويديځې برخې په لمنو کې د پامير لوړو ته سفر وکړي او هلته به يو لړ علمي او څېړنيز فعاليتونه ترسره کړي.

د چين د کلتوري تاريخ په بهير کې کولون غر نه يوازې يو غر دی، بلکې هم د لرغوني چيني او اسيايي او اروپايي تمدنونو ترمنځ د راغونډېدو يو ډېر مهم ځای ګڼل کېږي. ويلای شو چې کولون غر د يو نړيوال متمدن هېواد په توګه د چين يوه نښه ده. په تاريخ کې د ګاو شه ان، فا شيان، شيوان ځانګ او مارکوپولو په شمول زياتو مشهورو چيني او بهرني ګرځندويانو د دغه غره په لمنو کې سفرونه هم کړي دي.

دغه علمي او څېړنيزه لرغونپېژندنه به د يارکند سيند په چاپېر ترسره شي، د بېلګې په توګه علمي ډله به په اسيايي او اروپايي لويه وچه کې د زردشت دين تر ټولو وختي تاريخي اثار، واخان دهليز، مضطاغ اتا غره او لرغونو تاجک او قرغېز کليو او د چين او پاکستان ترمنځ د قراکرم سړک ته ولاړ شي. عالمان، کارپوهان او خبريالان به د ځايي پلټنې او راپورتاژونو په وسيله نړۍ ته د يو کمربند او يوې لارې په اړه کلتوري او تاريخي بنسټ وښيي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای