CRI Online

په ۲۰۱۶ کال کې د ورېښمو لرغونې لارې علمي پېژندنه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-25 16:39:15

په ۲۰۱۶ کال کې د ورېښمو لرغونې لارې علمي پېژندنه به د سپتمبر له لومړۍ نه تر ۱۰مې نيټې پورې د چين په شينجيانګ کې تر سره شي. عالمان او کارپوهان به د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د چين او افغانستان ترمنځ واخان دهليز ته هم ولاړ شي او هلته به يو لړ علمي او څېړنيز فعاليتونه تر سره کړي. چين او افغانستان دوه نيک ګاونډي هېوادونه دي چې د تاريخ په بهير کې يې يو بل ته دوستانه تګ راتګ ساتلی دی. موږ به له نن نه د سپتمبر تر لومړۍ نيټې پورې تاسو ته د چين او افغانستان ترمنځ د تاريخي تګ راتګ په اړه يو لړ معلومات وړاندې کړو او د سپتمبر له لومړۍ نيټې نه تر لسمې نيټې پورې به د يادې علمي پېژندنې په اړه لومړی لاس عسکونه، ويډيوګانې او معلومات له تاسو سره شريک کړو. هيله ده چې تاسو په دې اړه خوښ شئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای