CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ تاريخ تګ راتګ(۴)

cri     (GMT+08:00) 2016-08-26 10:39:25

په ۱۵مه پېړۍ کې د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه تګ راتګ تودې څپې رامنځته شوې دي. د ۱۴۰۵ کال په فبرورۍ مياشت کې د تيموريانو پادشاه شاهرخ ميرزا خپل استازی له يو پيغام سره چين ته لېږلی او د چين مينګ سلسلې ځانګړي استازي سمرقند او هرات ته هم سفرونه کړي دي. د ۱۴۱۴کال په اکتوبر مياشت کې شاهرخ ميرزا په هرات کې په تودو مراسمو او د لوړې کچې تشريفاتو سره د ((چن چنګ)) په مشرۍ د چيني پلاوي تود هرکلی وکړ او له چين سره د دوستانه اړيکو د ټينګېدو هيله يې وښودله. چيني پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې له مشهورو کورنيو، سوداګريزو ټولنو او د تيموريانو له لوړ پوړو چارواکيو سره کتنې وکړې او د تحفې په توګه يې په زړه پورې چيني لوښې او وريښمين ټکران تيموريانو ته هم ورکړي دي. تر دې وروسته د چين د مينګ سلسلې او تيموريانو ترمنځ دوستي نه ده بدل شوې. د ۱۴۱۵ کال په اکتوبر مياشت کې د ((چن چنګ)) په مشرۍ پلاوی چين ته بېرته راستون شوی دی، چيني امپورطور ته يې د تيموريانو په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او دوه اړوند کتابونه يې هم ليکلي دي. د اړوندو تاريخي اسنادو له مخې، ((چن چنګ)) ټول ۵ ځلې تيموريانو پلازمېنې هرات ته تللی و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای