CRI Online

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ليکنه سي ار ای ته

cri     (GMT+08:00) 2016-12-28 15:50:22

سږ کال (٢٠١٦) د افغانستان او چين تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګيدو يوشپيتمه کليزه ده. په داسېحال کې چې موږ د خپل ماضي يادونه کوو، د راتلونکې لپاره هم ښې هيلې لرو. چين او افغانستان تر اوسه په فعاله توګه د ګډو ګټو لار تعقيب کړې تر څو زموږ راتلونکې سوله ايزه او سوکاله وي. زموږ دواړو هيوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو وده په تيره لسيزه کې بېساری وه. په کال ٢٠١٢ کې، چين او افغانستان د همکاريو يوه ستراتيژيکه ملګرتيا برقراره کړه. د عينک د مسو پر کان او د آمو دريا د تيلو پر ميدان پانګه اچونه د افغانستان د اوږدمهاله ودې په اړه د چين د تعهد دوه ښه مثالونه دي.

افغانستان د «يو کمربند يوه لار» په نوم د چين د هغه ستر ابتکار هر کلی کوي کوم چې په ارو-آسيا کې د تجارت او پانګې اچونې د يوځای کوونکي چوکاټ جوړوي.

چين د نړيوال اقتصادي قدرت په توګه سيمې ته د اقتصادي ارتقا ورکولو کې مخکښ دی. افغانستان کولای شي د چين د دغې نظريې په عمليکيدو کې ونډه واخلي. د وريښمو د لارې اقتصادي کمربند د نوموړې نظريې مهمه برخه تشکيلوي، چې د ريلپټلۍ او لويو لارو جوړولتشکيلوي تر څو مرکزي آسيا، جنوبي آسيا او منځنی ختيځ په ښه توګه سره ونښلوي.

افغانستان غواړي په کامله توګه د سيمه ايز اقتصاد برخه وګرځي او په آسيا کې د وچې د پله نقش ولوبوي د روان کال په اګست کې د «چين-افغانستان خاص ريلويترانسپورت» افتتاحشو چې د افغانستان حيرتان بندر د چين له جيانګسو ساحلي ولايت سره نښلوي د بنسټ د تيږې حيثيت لري. دغه د ريلپټلۍ افغانستان د ازبکستان او قزاقستان له لارې دجيانګسو ولايت له نانتونګ ښار سره وصل کوي. دغه اوسپنيزه لار د مصرف او زمان په کمولو سره نوي تجارتي او ترانزيتي فرصتونه افغانستان ته په لاس ورکوي.

د«يو کمربند يوې لار» ابتکار د هدف د ترلاسه کولو په لار د موجودو ستونزو د له مينځه وړولو لپاره بايد د مشورو او همکاريو له طريقه سيمه ايز ملاتړ ترلاسه کړو او د وريښمو لارې په اوږدو کې د پرتو خلکو ګټې او تشويشونه په پام کې ونيسو.

په دې برخه کې د افغانستان مشروع تاريخي حقوق بايد په نظر کی ونيول شي. داپروژه به هله بريالۍ کيږي چې ټول شريکان منجمله پښتانه او بلوڅان پکې خپله ګټه وويني. عمل ته د نوموړي ابتکار د داخلولو لپاره موږ ټول بايد په شريکه د خپلې سيمې د امنيت او ثبات لپاره کار وکړو او پرېنږدو چې څوک زموږ په سيمه کې د افراطيت او تروريزم څخه د بهرني سياست د وسليې په توګه کار واخلي. د سيمې هيوادونه بايد له ګاونډيو سره د سوله ايز ژوند سياست خپل کړي.

د افغانستان خلک کاملاً متعهد دي د دغه اقتصادي ادغام او همکارۍ د راتلونکې لپاره داسې ماحول جوړ کړی چې افغانستان پکې د جوړوونکي شريک حيثيت ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای