CRI Online

د ورېښمو لارې تاریخي بهیر

cri     (GMT+08:00) 2016-12-29 08:42:16

د جین د نړيوالې راډيو د همکار حميدالله حميدي د خبر له مخې: تر ميلاد ۳۰۰ کاله دمخه يوه لاره وه چې نه يوازې يې د لرغوني يونان، چين، هندوستان، روم، شمالي منځنی آسيا او افغانستان ملتونه او کولتورونه يو له بل سره نښلول بلکه دا یوه بشپړه نړيواله تجارتي شبکه هم وه. په ۱۸۷۷م کال کې د المان اوڅار ځمکپوهاند ريچتوفن دې شبکې ته "د ورېښمو لار" نوم ورکړ چې نن هم په همدغه نامه يادېږي. د ورېښمو پر لار باندې له تلونکو کاروانونو سره به د لارې په اوږدو کې د بېلابېلو هېوادنو سوداګر ملګري کېده او د خپل هېواد توکي به يې د نړۍ تر بازارونو پورې وړل، له هندوستان څخه د پيل غاښونه، د سايبريا او منګوليا آسونه، د افغانستان ياقوت او نورې ارزښتناکې ډبرې، او د ايران او شمالي منځنۍ آسيا غالۍ به د دغه کاروانونو په ملتيا د نړۍ تر ګڼو هېوادنو رسېدل.

د ورېښمو لار د روم د بحيرې او چين تر منځ په تاريخي لحاظ تر ټولو مهمه نړيواله تجارتي لاره ده. د تېرو دوو لسيزو په موده کې د چين اقتصاد خورا چټکه او بې‌ساري وده کړې ده، وسمهال يوازې د چين د ګانګدونګ ولايت د توليداتو ټوليز ارزښت GDP په ګډه د بنګله دېش، کولمبيا، لاوس، منګوليا، ميانمار، پاکستان او تاجکستان هېوادنو د کورنيو توليداتو تر ټوليز ارزښت ډېر دی. دغې بې‌جوړې اقتصادي ودې ته په کتو چين يو ځل بيا خپلو پولو ته پام اړولی او د ورېښمو لرغونې لارې ته د نوي روح ورکولو په لړ کې چټک ګامونه اخلي.

څو اونۍ وړاندې د هسپانيا په کوربتوب په ماډريډ ښار کې د "ورېښمو لار" په نوم يوه نړيواله غونډه جوړه شوه چې له ۳۰ هېوادنو او نړيوالو څېړنيزو ادارو څخه ۳۰۰ مېلمنو برخه پکې اخېستې وه. د چين هېوادمشر په هغه غونډه کې ويلي وه چې د ورېښمو لار به نړيوال اقتصاد د ښېرازۍ يوه نوي پړاو ته داخل کړي. په دغه نړيواله غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې له دې وروسته به هر کال د ورېښمو د لارې په اړه يوه نړيواله غونډه جوړېږي چې کوربتوب به يې د ورېښمو د لارې غړي هېوادونه کوي چې افغانستان هم کې شامل دی. تر اقتصادي ارزښت ور ها خوا د ورېښمو لار د چين لپاره ډيپلوماټيکي او نظامي ارزښت هم لري او بيجنګ ته دا زمينه برابروي چې درسته آسيا تر خپل اقتصادي او سياسي نفوذ لاندې راولي.

د اسيا په کوګل کې پروت افغانستان د ورېښمو د لارې زړه هم بلل کېږي، او د دې لارې بيا فعالېدا ته تر هر چا ډېر افغانستان اړ دی. د ورېښمو دلارې په جوړېدو به افغانستان د سيمې تجارتي او ټرانزيټي مرکز وګرځي چې دا به د افغانستان پر عايداتو باندې څرګند مثبت اغېز ولري. د منځنۍ آسيا او سويلي آسيا تر منځ پروت افغانستان به په خپل اقتصادي سياست کې د يوه نوي او لوړ موقف څښتن شي.

د مارچ پر ۲۶مه ولسمشر غني د CFR په نوم له يوې څېړنيزې ادارې سره په خبرو اترو کې وويل چې افغانستان به خپله ټوله هڅه وکړي چې د سيمې هېوادونه د ورېښمو د لارې د بيا فعالولو لپاره همغږي کړي. ډاکټر غني وويل چې د ورېښمو د لارې فعالېده به د ايران، چين او هندوستان په مرسته د افغانستان اقتصاد او اقتصادي سياست يوه نوي پړاو ته داخل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای