CRI Online

چين د بهرنيانو په سترګو کې

cri     (GMT+08:00) 2016-12-29 08:42:41

د جین نړيوالې راډيو د همکار احسان الله توتاخيل د خبر له مخې: د تاریخ په اوږدو کې کله هم چې زبرځواکونه په نړۍ کې راڅرګند شوی دي نو تل یی خپل ګاونډیانو باندی حملې او د خپل یرغل لاندې یی راوستی دي.او دننه په هیواد کی یی دیموکراسی او ولسواکی پیاده کړی ده. خو په بهر کی یی بیا دیکتاتورۍ او د ملتونو ویشل او کورنۍ جګړی تودې ساتلې دی. که تاریخ ته ځیرشو چین په نړۍ او سیمه که هیڅکله پر خپلو ګاونډیو باندې نه حملې کړی او نه یې هم نیولی دي . بلکې برعکس یی همیشه بې له یرغله واک ساتلی دی چې په دې توګه یی ټولو ګاونډیو د چین د ښه نیت درناوی کړی. نو لدې نه پوهیدلای شو چی چین دسولې او نیکمرغي لار خپله کړی ده او له دې لاری خپل اقتصاد ته یی پراختیا او په هیواد دننه یی ټولو پرمختګونو ته لار هواره کړیده.

څو لسیزې کیږي چې افغانانو دومره میلان،مالومات، تګ راتګ او راکړه ورکړه له چین سره محدوده وه. که څه هم چین زمونږ نږدې ګاونډی هیواد دی، خو د افغانانو میلان ټول د غرب خوا ته زیات وه. اما ستاسو راډیو او ویبپاڼی د چین او افغانستان په پیژندګلوی که خورا مهم رول لوبولی دی. اوس له نیکمرغه کلتوری،سیاسی، اقتصادي او تجارتی اړیکو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

یو شی چې نه تنها زما لپاره بلکې دټولو افغانانو لپاره ډیر د خوښی او ویاړ ځای دی او لدې لاری مو د ټولو پښتنو پاملرنه ځانته اړولی ده، هغه چې ستاسې زمونږ په مورنۍ ژبه خپرونې،ژباړی او مالومات ستاسې د راډیو او ویب پاڼی له لاری تر مونږ را رسوئ.

په ټوليزه توګه که د چین د بری راز راو سپړل شي؛ نو ښکاره به شي، چې چین تل د تغیر لمن نیولی ده او واکدرانو یی د خپلو خلکو داړتیاو او مشکلاتو ته په کتو پخپلو پالیسویو او پروګرامونو کی دپام وړ بدلونونه راوستل. او بدلونونه یی تل د وخت ضرورتونه بللي دي او د تیرو وختونو چې راستنیدل یی نشته پکی ګیر ندی راغلی او دبدبی،شان و شوکت نه دي تیر ایستلی او اوس چین په نړی کی له هر پلوه یو غښتلی ځواک دی.

احسان

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای