CRI Online

د افغانستان د کابل پوهنتون پروفيسر لعل پاچا ازمون د ښوونې په چارو کې د چين او افغانستان تر منځ د تګ راتګ په هکله نظريې

cri     (GMT+08:00) 2016-12-29 10:24:15

د افغانستان د کابل پوهنتون پروفيسر لعل پاچا ازمون: د شانګهای د نړيوالو مطالعاتو پوهنتون له کابل پوهنتون څخه غوښتنه کړې وه چې ياد پوهنتون کې پښتو څانګه پرانيزې، نو د دوې د همدې غوښتنې په اساس زه شانګهای ته راغلم او د شانګهای د نړيوالو مطالعاتو له پوهنتون څخه مې ليدنه وکړه،ياد پوهنتون غوښتل چې پښتو د يو مضمون په توګه تدريس شي، خو ياد پوهنتون له افغانستان سره کوم تفاهم ليک نه درلود، نو ترې غوښتنه مې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شي، دا که د حکمتونو ترمنځ وي يا هم د پوهنتونونو ترمنځ وي. ياد تفاهم ليک به ډېر ژر لاسليک شي، د نوي کال په پيل کې به د شانګهای د نړيوالو مطالعاتو د پوهنتون پلاوی کابل ته راشي او يا د تفاهم ليک به لاسليک کړي

له ښه مرغه د چين او افغانستان ترمنځ د تاريخ په اوږدو کې هيڅ ډول ستونزه نده رامنځته شوې،دواړه هيوادونه تاريخي اړيکې لري چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړيکې ګرمې شوې دي،پخوا به چينايان افغانستان ته راتلل او چينايانو پښتو زده کوله، تګ راتګ ؤ چې د همدې تګ راتګ په اسطه کلتوري،اقتصادي او اجتماعي اړيکې ټينګيږي، افغانستان د ورېښمو لاره کې عمده نقش لري. افغانستان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري ولسمشر غني واک تر رسېدو وروسته خپل لومړی سفر چين ته وکړ نو له دې څخه مالوميږي چې افغانستان هم له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي،افغانستان هم د چينايانو لپاره مهم دی قوي او باثباته افغانستان د چين په ګټه دی،چين د فغانستان له لارې خپلې اقتصادي سرچينې نورې هم پياوړې کولای شي ځکه افغانستان د اسيا زړه دی،دغه راز هغه هېوادونه چې د افغانستان لپاره يې ستونزه جوړه کړې نو چين کولای شي چې په يادو هېوادونو فشار راوړي چې افغانستان کې سوله ټينګه شي،او سوله کې د چين او افغانستان اقتصاد پياوړی کيږي،همدارنګه چېن په تعليمي برخه کې د افغانستان لپاره مهم دی،د چينايې محصلينو لپاره بايد زمينه برابره شي تر څو افغانستان ته لاړ شي او هلته پښتو او دري ژبه زده کړي،سږ کال د پښتو ژبې چينايې محصلين کابل ته راغلي ؤ دوې خوشاله ؤ او د افغانانو د ميلمه پالنې يې ډېره ستاينه وکړه ،تر دې چې دوې ولسمشر غنې ته د يوه ليک په ترڅ کې د پښتو ژبې سره د مينې او د افغانانو د ميلمه پالنې په اړه ليکلي ؤ.ما د بېجېنګ د رسنيو له پوهنتون او د پښتو ټولګي له زده کوونکو ليدنه وکړه او د پښتو ژبې د زدکوونکو د ستونزو د حل لپاره د دوې وړانديزونه واورېدل او زه به د حل لپاره به هڅې وکړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای